د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۲۴

واشنګټن ټایمز: ولسمشر اشرف غني امریکا ته د سفر نیت لري


نړېوالو رسنیو له امریکا څخه د افغان ولسمشر د غوښتنو او له افراطیت سره د پاکستان د همکارۍ په اړه مطالب خپاره کړي دي.

واشنګټن ټایمز:

واشنګټن ټایمز ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې یو مطلب لیکلی چې نوم یې دی؛ "په داسې حال کې چې په افغانستان کې د وسله والو طالبانو بریدونه ډېر شوي؛ ولسمشر اشرف غني امریکا ته د سفر نیت لري."

ورځپاڼې د امریکا د دفاع وزارت چارواکو له قوله لیکلي چې وایي؛ ولسمشر غني به ډیر ژر امریکا ته ولاړ شي؛ خو د دې سفر دقیقه نېټه نه ده اعلان شوې.

د واشنګټن ټایمز په لیکنه، واک ته تر رسېدو وروسته به دا امریکا ته د ولسمشر غني لومړنی سفر وي.

ولسمشر غني چې له افغانستان سره یې د نړیوالو مرستو د دوام په صورت کې ژمنه کړې چې په دغه هېواد کې به فساد له منځه وړي؛ دغه راز له امریکا څخه غواړي چې له افغانستان څخه د خپلو قواوو د ایستلو پر وخت له سره غور وکړي.

ورځپاڼه زیاتوي، ولسمشر غني په دې اړه ویلي چې ضرب الاجل کولی شي؛ پر یوې موضوع فکري تمرکز رامنځته کړي؛ خو دغه ضرب الاجلونه باید قاطع او نه بدلیدونکي فرمانونه نه وي.

هغه ویلي، که چېرې ټول اړخونه خپل مسوولیتونه په ښه توګه تر سره کړي او د دې مسولیتونو دوام ته اړتیا وي؛ نو په هغه صورت کې باید بیا غور کولو ته هم لیوالتیا رامنځته شي.

واشنګټن ټایمز د یوه پوځي څیړونکي "ټامس جاسي لین" له قوله لیکي؛ طالبان په افغانستان کې له کلونو جګړو وروسته هم په ښه وضعیت کې دي او کولی شي د افغانستان ځینې سیمي تر خپل کنټرول لاندې راوړي؛ له همدې کبله د ده په وینا، له افغانستان څخه د امریکایي قواوو د ایستلو په اړه د بیاغور کولو غوښتنه چې اشرف غني یې کوي؛ پر ځای ده.

ورځپاڼه لیکي، ښایي له همدې کبله و چې ولسمشر اوباما په لومړي ګام کې خپل لومړني مقررات مات کړه او پرېکړه یې وکړه چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته تر ټاکل شویو زرو تنو ډیر عسکر په افغانستان کې پاته شي او په دوهم ګام کې هغوی ته اجازه ورکوي چې بیا هم په جګړو کې د افغان ځواکونو ملاتړي اوسي.

فارن پالیسي:

فارن پالیسي بیا په خپله وروستۍ ګڼه کې لیکي؛ که پاکستان خبرې لږ او عمل ډیر کړي؛ نو د تندلارۍ سطح به کمه شي.

د نشریې په لیکنه، په پیښور کې پر یوه ښونځي تر برید وروسته؛ د پاکستان حکومت د تندلارۍ پر وړاندې د ملي فعالیت پلان اعلان کړ؛ خو په هماغه ورځ چې دا پلان د صدراعظم له خوا اعلانیده؛ د لال جومات امام مولانا عبدالعزیز چې څو دیني مدرسې او اسلامي مرکزونه اداره کوي؛ حاضر نشو چې د دغه ښوونځي د ۱۴۰ زده کوونکو وژنه وغندي او پر ځای یې استدلال کاوه چې دې برید خامخا یو دلیل درلود.

فارن پالیسي لیکي، دا یوازې مولانا عبدالعزیز نه دی چې په خپلو خبرو کې عملاً د دې ډول پیښو دفاع کوي؛ بلکه نورې ډلې هم لکه د مولانا سمیع الحق چې ځانته د طالبانو پلار وایي؛ له کومې ویرې پرته خپلو افراطي کړنو ته دوام ورکوي.

نشریه زیاتوي، تر هغو چې پاکستان د دې ډول افراطي قوتونو په خلاف عملي اقدام ونه کړي؛ د ملي فعالیت په نوم پروګرامونو په اړه یوازې په خبرو نه شي کیدای چې په پاکستان کې د افراطیت لمن ورټوله شي.

XS
SM
MD
LG