د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۱۷

په پکتيا کې د فساد ضد غونډه په تاوتريخوالي واوښته


په پکتيا کې د قومي مخورو او مدني فعالو هغه غونډه د ولايتي چارواکو د پلويانو له لوري په تاوتريخوالي واوښته، چې د اداري فساد پر ضد جوړه شوې وه.

په دې غونډه کې د فساد هغو اسنادو په اړه خبرې وشوې، چې په دې وروستيو کې له رسنيو خپاره شوي وو او ځينې له قومي مخورو او مشرانو سره په لاس وو.

نن د پکتيا په مرکز ګردېز کې د يو شمېر قومي مشرانو او مدني فعالانو له لوري د ولايتي چارواکو د فساد ضد غونډه په تاوتريخوالي واوښته.

دغه غونډه چې شعار يې ( د پکتيا ولايت چارواکي دې ممنوع الخروج او بيا محاکمه شي) و، هغه مهال په تاوتريخوالي بدله شوه، چې د يو قومي مشر له خوا د وينا پر مهال په ولايتي چارواکو د فساد تورونه ولګول شول او د ولايتي چارواکو د پلويانو له خوا د غونډې رابلونکي کسان په فساد کې ښکېل وبلل شول.

د غونډې ويناوالو له مرکزي حکومته د باصلاحيته هيئت غوښتنه وکړه، چې د پکتيا له ولايتي ادارو ليدنه وکړي او هغه چارواکي چې په اداري فساد کې ښکېل دي، ممنوع الخروج او محاکمه دې شي.

غونډه د ولايتي ادارې د ملاتړو له لوري په تاوتريخوالي واوښته، چې يو شمېر ګډونوالو يې برسېرن ټپي شول، د پکتيا ملکي روغتون چارواکي وايي، چې د دې غونډې درې ټپيان روغتون ته وروړل شوي دي.

په دې غونډه کې د اداري فساد اړوند ګڼ مسايل ياد شول، چې پکې د ځمکو د غصب، د ولايتي ادارو په فساد کې ککړېدل او د چارواکو بې غوري هغه څه وو، چې ويناوالو پرې مرکزي حکومت خبرول غوښتل.

XS
SM
MD
LG