د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۸

افغانستان او نورو اسلامي هېوادو په پاریس کې پر خبریالانو برید وغانده


د افغانستان په ګډون ګڼو اسلامي هېوادو او موسسو په پاریس کې د شارلي ابدو پرطنزیه مجلې د چهارشنبې د ورځې برید غندلی دی.

په پاریس کې په دې حمله کې د اتو خبریالانو په ګډون دولس تنه ووژل شول او یوولس نورټپیان شول چې د څلورو روغتیایي وضعیت نازک ښوول شوی دی.

برید کوونکو دا حمله وروسته تردې وکړه چې شارلي ابدو مجلې د اسلام د پیغمبرکاریکاتور خپور کړ.

په هغې اعلامیې کې چې له ارګه د پاریس د پیښې په ارتباط خپره شوې ده د ولسمشرغني په وینا ویل شوي دي چې تروریزم د سیمې او نړۍ لپاره یو ګډ ګواښ دی او د هغه په وړاندې مشترکو هڅو ته اړتیا شته.

د ولسمشر ویاند نظیف اله سالارزي رویټرز اژانس ته وویل:

″موږ دا حمله په کلکه غندو. د بې ګناه کسانو وژنه او د ملکي کسانو وژنه یو ناوړه ترورستي عمل دی چې دغه وحشیانه عمل هیڅ راز نه شي توجیه کېدای.

د افغانستان ولسمشر اشرف غني خپله خواخوږي د فرانسې ولسمشر، د وژل شویو کسانو له کورنیو او د دغه هېواد له خلکو سره شریکه کړې ده.″

په ورته وخت کې د ایران او پاکستان د بهرنیو چارو وزارتونو اعلامیې خپرې کړې دي او د پاریس برید یې غندلی دی.

مهرخبري اژانس د ایران د بهرنیو چارو د وزارت د ویاندې مرضیه افخم په وینا وایي چې ایران په پاریس کې د مجلې پر دفتر برید محکوموي او پر بې ګناه انسانانو هر راز حمله له اسلامي ارزښتونو سره مخالفه ګڼي.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې تسنیم اسلم بیا د پنجشنبې په ورځ په اسلام اباد کې خبرې غونډې ته د خبرو پر مهال د پاریس حمله وغندله او ویې ویل:

″په ټوله اسلامي نړۍ کې چې پاکستان یې هم برخه ده، دا حمله غندو او دا ځکه چې موږ له هر راز ترورزم او د هغه له ټولو ډولونو او بڼو سره مخالف یوو.″

په اسلامي هېوادو کې ترکېې هم عکس العمل څرګند کړ، د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر مولت چاویش اغلو په پاریس کې شوې حمله وغندله او ویې ویل، ترورزم او په اروپا کې له اسلام سره مخالفت له یوه بل سره ارتباط لري.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت وویل، څوک چې پر بې وسلو کسانو برید کوي، هغه له ټولو اخلاقي او بشري اصولو سرغړونه ده.

عربي ټولنې هم دا برید غندلی او ازهر پوهنتون چې په اسلامي نړۍ کې یو معتبره مرکز دی، په پاریس کې پر شارلي ابدو مجلې برید یو جنایت بللی او ویلي یې دي چې اسلام هر راز خشونت غندي.

په فرانسې کې د اسلامي شورا مشر دلیل بابا کېور په پاریس کې د پیښې له ځای سره تر برید وروسته د چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل:

″په حقیقت کې اسلام پر یو چا برید کول، د یوه کس وژل او د یوه تن ژوند اخیستل محکوموي. خو داسې شوې دي چې موږ یې حیرانه کړي یوو او تعجب کوو.″

فرانسه هغه هیواد دی چې ویل کېږي نژدې پنځه میلیونه مسلمانان پکې ژوند کوي. په دغې ډلې کې ډاکټر اکبر وردګ له هغو کسانو څخه دی چې له څو لسیزو راهیسې په فرانسه کې اوسي، له ده څخه مې وپوښتل چې د پاریس پیښه به په فرانسه کې د مسلمانانو پر ژوند څه اغیز وکړي:

″تراوسه یې اغیز نه دی ښکاره، خو رسنۍ او چارواکې یو ډول دې ته انتظار دي چې مسلمانان د دې برید په باره کې څه عکس العمل څرګندوي.″

عیني شاهدان وایي چې د چهارشنبې په ورځ د شارلي ابدو پر مجلې برید کېده نو حمله کوونکو د الله اکبر شعارونه ورکول او ویل یې چې موږ د اسلام د پیغمبر انتقام اخلو.

XS
SM
MD
LG