د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۷

م.م: څه دپاسه اوه لکه خلکو له سوریي کډه کړې


ملګري ملتونه وايي، د تیرمیلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې څه دپاسه اوه لکه خلکو له سوریي کډې کړې.

د ملګروملتونو رپوټ وايي، په نړۍ کې اوس تر ټولو ډیر هغه کډوال دي چې د دغه نړېوال سازمان د پناه اخیستونکو ادارې سره راجستر شوي د سوریې دي.

UNHCR ، یا د پناه اخیستونکو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ په خپل رپوټ کې اټکل کوي چې د روان میلادي کال تر پایه به د سوریې د کډوالو شمېرچې اوس څه دپاسه درې میلیونه دي تقریبا څلورو میلیونو او درې لکو کسانو ته ورسیږي.

د پناه اخیستونکو لپاره د ملګروملتونو د عالي کمشنرۍ مشر دا هم وايي چې کډوال د تیرو اویا کلونو په نسبت اوس مهال تر ټولو سختو ستونزو سره مخامخ دي.

انتونیو ګوترس د سې شنبه په ورځ وویل، له دوهمې نړېوالې جګړې وروسته کډوال اوس مهال له ډیرو ناوړو شرایطو سره مخامخ دي.

هغه وايي چې له ۱۹۴۵ کال وروسته د لومړي ځل لپاره د کډوالو شمېراوس پنځوسو میلیونو کسانو ته رسیدلی.

د ملګرو ملتونو رپوټ وايي، د لومړي ځل لپاره د سوریي خلک د دغه سازمان د پناه اخیستونکو د ادارې له خوا په نړۍ کې تر ټولو زیات کډوال پیژندل شوي.

مخکې له دې په تیرو دیرشو کلونو کې د نړۍ تر ټولو زیات پناه اخیستونکې کډوال افغانان وو.

خو فلسطیني کډوال په دغې درجه بندي کې ځکه نه راځي چې دوی د ملګروملتونو د بلې ادارې مربوط دي.

د فرانسې خبري اژانس وايي، پنځه میلیونه فلسطینیان د نړۍ په بېلابېلوهېوادونو کې کډوال دي.

رپوټ وايي، تر سوریې او افغانستان وروسته ډیر شمېر کډوال د سومالیا، سوډان، جنوبي سوډان، د کانګو د ډیموکراټیک جمهوریت، میانمار او عراق څخه دي.

د نړۍ د ټولو کډوالوڅخه په سلوکې درې ویشت د سوریې دي.

دوی د UNHCR ، یا پناه اخیستونکو لپاره د ملګروملتونو عالي کمشنرۍ تر ټولو ډیر مرستې ترلاسه کوي.

دغه اداره وايي، د تیر کال په لومړیو شپږو میاشتو کې څه دپاسه یو ملیون او څلورلکه کسان په نړۍ کې کډوال شوي چې له دغې جملې څخه څه دپاسه اوه لکه کسان د سوریې څخه دي.

د سوریې په درې کلنې کورنۍ جګړې کې څه دپاسه دوه لکه کسان وژل شوي او د دغه هېواد نیمایي اوسیدونکو خپل کورونه پریښې او کډې یي کړي.

اکثر کډوال ګاونډیو هېوادونو لبنان، ترکېې او اردن ته تللي او یو شمېر نورو یې د لویو خطرنو په منلو سره اروپایي هېوادونو ته هم ځانونه رسولي دي.

XS
SM
MD
LG