د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۲

"۲۷ فیصده افغانان دنوي حکومت د لومړیو سلو ورځو له کارونو راضي دي"


د طلوع خصوصي ټلویزیون له خوا یوه سروې ښيي، چې یوازې اوه ویشت فیصده افغانان د ملي وحدت حکومت د لومړیو سلو ورځو له ترسره شویو کارونو نه قناعت لري.

په دې سروې کې، چې د تیرې شنبې په ورځ بشپړه شوې په ټولو ولایتونو کې له نږدې دوه نیم زره کسانوڅخه د حکومت د سلو ورځو فعالیتونو او د ولسمشراو اجرایي ریس ترمنځ د همکارۍ په اړه پوښتنې شوي دي.

د طلوع خصوصی ټلویزون مسوولان وایي، چې د دې سروې پر مهال هڅه شوې، چې له بې طرفه خلکو څخه پوښتنې وشي.

د طلوع خصوصي ټلویزیون له خوا ترسره شوې سروې ښيي چې د ملي وحدت حکومت له کارونو څخه د خلکو رضایت کم شوی دی.

د دغه سروې له مخې یواځې ۲۷ فیصده خلک د ولسمشراشرف غني له کارونوڅخه خوښ دي.

د دې ټلویزیون یوه مسوول لطف الله نجفي زاده ازادۍ راډیو سره په خبروکې د دې سروې په هکله داسې وویل:

″د لومړې سروې په پرتله دا سروې ښيي چې د نوي حکومت له کړنو څخه د خلکو ملاتړ کم شوی دی.

موږ دا سروې د دوی د کاري کال ترپایه په هرو درې میاشتو کې یوه سروې کوو.″

ښاغلی نجفي زاده وايي چې په دې سروې کې د هېواد په څلور دیرشو ولایتونوکې له ۲۵۰۰ ښځو او نارینه و څخه په درې برخو کې پوښتنې شوي دي.

په سروې کې لومړې له خلکو دا پوښتل شوي چې تاسو څومره د ولسمشراشرف غني له کړنوڅخه راضي یاست؟

د دغه پوښتنې په ځواب کې ۲۷ اعشاریه ۵ فیصده خلک د ولسمشرله کړنو راضي دي او۳۰ اعشاریه څلورفیصده نورنه موافق او نه مخالف نظر لري.

د سروې په نتایجو کې راغلي ۳۲ فیصده خلک د ولسمشرله کړنوڅخه خوښ نه دي.

همدارنګه لس اعشاریه نهه فیصده نورخلک هیڅ نظرنه لري.

د سروې په دویمه برخه کې له خلکو پوښتل شوي چې د ولسمشراشرف غني او د اجرایي رییس عبدالله عبدالله ترمنځ د همکارۍ دوام ته څومره هیله من یاست.

په دې برخه کې ۳۲ اعشاریه پنځه فیصده خلک ډیرهیله من دي ۲۴ اعشاریه دوه فیصده خلک نه ډیره او نه کمه هیله لري.

دغه راز۱۱ اعشاریه ۳ فیصده خلک لږهیله من دي او ۲۰ اعشاریه درې فیصده بیا ناهیلي دي اوهمدارنګه ۱۱ اعشاریه ۶ فیصده خلکو بیا هیڅ نظرنه دی ورکړی.

په وروستۍ او دریمه برخه کې له خلکونظرپوښتل شوی چې طالبانو ته باید کوم صفت وکارول شي.

۱۵ اعشاریه درې فیصده خلکو ویلي چې طالبان دې ناراضي ورونه وبلل شي، ۱۲ اعشاریه نهه فیصده وايي چې طالبان دې سیاسي مخالفین وبلل شي،۱۹ فیصده خلکو بیا ویلي چې طالبانو ته دې د دولت دښمنان وویل شي.

دغه راز ۱۶ فیصده خلک په دې باوردي چې طالبانو ته دې تروریستان وویل شي او همدارنګه ۳۶ اعشاریه شپږ فیصده خلکو د دې پوښتنې په هکله نظرنه دی ورکړی.

دا نظرپوښتنه په داسې حال کې کېږي چې د ملي یووالي د حکومت لومړې سل ورځې تیرې شوې خو خلک وايي چې حکومتي چارواکې له دوی سره په کړیو ژمنو پاتې راغلي دي.

په همدې حال کې کارپوهان هم وايي، نوي حکومت چې کوم کارونه یې باید په دې لومړیو سلو ورځو کې کړي واي هغه یی نه دي کړي.

دوی وایي، لا هم اوبو له ورخه نه دي تیرې او د ملي حکومت وحدت مشران باید له خلکو سره خپلې کړې ژمنې عملي او په دې هېواد کې هغه کارونه وکړي چې لومړیتوب لري او خلک یې غواړي.

XS
SM
MD
LG