د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د وسله والو طالبانو د ملاتړ په اړه د پاکستان د جماعت اسلامي د ګوند د مشر وروستۍ څرګندونې، د پاکستان د حکومت رسمي موقف نه ښيي.
د دې تنظیم مشر سراج الحق په دې وروستیو کې ویلي چې وسله وال طالبان او نورې وسله والې ډلې د هېواد د استقلال په خاطر د افغان او بهرنیو ځواکونو پرضد جنګیږي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال سراج الحق سراج د سه شنبې په ورځ ازادي رادیو ته وویل؛ د جماعت اسلامي د تنظیم د مشر څرګندوني د هغه شخصي نظر دی:
"دا د پاکستان د دولت موقف نه دی، دا د پاکستان یو عادي فرد دی او د بهرنیو چارو وزارت یې په هکله څه ویل ضروري نه ګڼي."
د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند مشر سراج الحق څو ورځې مخکې د پاکستان له یوه خصوصي ټلویزیون جیو نیوز سره په مرکه کې ویلي چې پاکستان پخوا هم د وسله والو طالبانو ملاتړ کړی؛ اوس یې هم کوي او په راتلونکې کې به یې هم وکړي.
سراج الحق ویلي چې طالبان د افغانستان عادي خلک دي چې د روسانو پرضد هم جنګیدلي او اوس د ازادي په خاطر، د امریکاییانو پرضد هم جنګیږي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې پخوا تردې د پاکستان د جمعیت العلماء د ګوند مشر مولوي فضل الرحمن هم ویلي وو چې په افغانستان کې جهاد ترهغه وخته جایز دی چې بهرنیان ځنې نه وي وتلي.
په عین وخت کې افغان کارپوهان وايي؛ دغه تنظیمونه چې په ظاهر کې مذهبي دي؛ د پاکستان له پوځي او استخباراتي کړیو سره اړیکې لري او د پاکستان حکومت خپل پیغامونه د همدې ګوندونو له لارې خلکو ته رسوي.
اجمل هوډمن ازادي راډیو ته وویل؛ دا په اصل کې د سراج الحق څرګندونې نه بلکې د پاکستان د استخباراتي کړیو څرګندونې دي:
"په پاکستان کې ځینې ګوندونه چې په ظاهر کې مذهبي بڼه لري؛ په اصل کې د پاکستان د استخباراتي او پوځي کړیو څخه سرچینه اخلي؛ د پاکستان حکومت په افغانستان کې د ثبات او سولې د مخنیوي لپاره له همدې ګوندونو څخه کار اخلي."
د افغانستان دیني عالمان وايي، دا ډول څرګندونې د دواړو هېوادونو په زیان دي او باید ډډه ځنې وشي.
د افغانستان د عالمانو د شورا غړي مولوي شمس الرحمن فروتن ازادي راډیو ته وویل، د ستونزو د حل لار؛ جنګ او وینې تویول نه دي:
"هغه څه چې د اسلام تر لفافې لاندې د بیګناه مسلمانانو د وژلو؛ فتنې او د ګاونډیو هیوادونو ترمینځ د نفاق سبب کیږي؛ په اسلام کې ناروا دی، او اسلام یې پرضد عمل کوي."
د افغانستان او پاکستان اړیکې په تېرو څه باندې دیارلسو کلونو کې ښيي نه وې
افغان حکومت ډېرځله په پاکستان تورلګولي چې پر ژمنو يې عمل نه دی کړی.
بلخوا ځینې څیړونکي وايي، په پیښور کې پر یوه پوځي ښوونځي د طالبانو له حملي وروسته چې شاوخوا یوسلو څلویښت زده کوونکي په کې ووژل شول؛ د طالبانو پروړاندې د پاکستان د حکومت دریځ بدل شوی دی.
دوی وايي، داسې نښې نښانې لیدل کیږي چې پاکستان درک کړې چې د طالبانو او داسې نورو وسله والو ډلو ملاتړ؛ د هغه هیواد په ګټه نه دی.
راپور: خان محمد سیند