د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۴

په ننګرهارکې ۲۱ تنه مخالفين د سولې پروسې سره یوځای شول


دغه وسله وال مخالفين د سې شنبې په ورځ د ننګرهار د سولې ولایتي کميټې په انګړ کې له دولت سره يوځای شول.

د سولې ولایتي کميټې مشرملک نذير وايي، دغه وسله وال د ننګرهارپه بېلابېلو ولسواليو کې د دولت پر ضد فعالیتونو کې فعاله و، چې د حقیقت په درکولو سره سولې پروسې سره یوځای شول:

"یوویشت کسان راغلل د سولې پروسې سره یوځای شول، دوی سره اتلس میله وسله وه، دا درې ګروپونه وو، په اچین نازیان او نورو ولسوالیو کې په فعالیتونو بوخت و."

د سولې پروسې سره یوځای شوي کسان وايي، دوی ته په پاکستان کې لارښوونه شوې وه، چې په افغانستان کې وجنګیږي.

د دوی له ډلې یو هم نورمحمد دی، دی وايي پینځه کاله يي د افغان دولت پرضد جګړه وکړه، خو کله، چې د پيښورپه بلاحصارکې د افغانانو د قتل عام هدایت ورکړل شوی نو دی وايي پرحقیقت پوه شو او له خپلو ملګرو سره یوځای د سولې له بهیرسره یوځای شوی:

"موږ په شډل پوستې اچین کې په پوستو جنګ کړی، موږ پاکستان ته لاړو هلته په بالاحصارکې راته وویل، چې افغانستان کې څومره دي هغه له مرګ سره جوړیږي، نو دې خبرې خوند رانه کړ راغلم دلته مې وسله په ځمکه کيښوده او دولت ته تسلیم شوم."

د ننګرهار ولایت مرستیال محمد حنیف ګردیوال د دولت پر وسله والو مخالفینو غږ وکړ، چې له جګړې لاس واخلي او د هېواد په ابادۍ او پرمختګ کې برخه واخلي:

"نورله جنګ جګړو نه لاس واخیستل شي په ګډه باندې د افغانستان ابادۍ لپاره کار وشي، دا هېواد ابادۍ لپاره ضرورت لري سولې او امنیت ته ضرورت لري."

وسله والو طالبانو د دغو کسانو په اړه تراوسه رسنیو ته څه نه دي ویلي، ولې له دې.

د ویلو ده، چې له دې وړاندې هم د ننګرهار د سولې ولایتي کميټې سره شاوخوا څلور سوه شل کسان یوځای شوي دي.

ننګرهارـ شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG