د افغانستان جمهوري ریاست هېواد ته د پاکستان د سیاسي ګوندونو دیوه پلاوي سفر تاییدوي.
د ملي وحدت حکومت له جوړیدو او د افغانستان او پاکستان د چارواکو او سیاسي شخصیتونو له تګ راتګ سره سم؛ ټاکل شوې ده په نږدې راتلونکې کې د پاکستان د سیاسي ګوندونو یو پلاوی کابل ته راشي.
د ولسمشر ویاند نظیف الله سالارزي له آزادی راډيو سره په خبرو کې د پاکستان د سیاسي ګوندونو د غړیو سفر تایید کړ او ویې ویل چې دا د دواړو هیوادونو تر منځ د قومي مشرانو او سیاسي ګوندو د غړیو د منظم تګ راتګ یوه برخه ده.
ښاغلي سالارزي د شنبې په ورځ کابل ته د پاکستان پلاوي د سفر د هدف په اړه آزادي راډیو ته وویل:
"دا هغه منظمې ناستې دي چې د دواړو هېوادونو د سیاسي او قومي مشرانو ترمنځ ترسره کیږي؛ د دې ناستو اصلي هدف دا دی چې د دواړو هېوادونو اړیکې لا نورې هم ښې شي او د ټروریزم پر وړاندې په ګډه مبارزه ترسره شي."
د پاکستاني رسنیو د ریپوټونو په اساس ټاکل شوې چې د پاکستان د سیاسي ګوندونو دا پلاوی د روان میلادي کال د جنورۍ په ۷مه نیټه د افغان ولسمشر په بلنه کابل ته راشي.
د دغو رسنیو د راپورونو له مخې د پاکستان دغه سیاسي ګوندونه او رهبران به د افغانستان او پاکستان ترمنځ په روابطو؛ د دواړو هېوادونو په امنیتي وضیعت او له ټروریزم سره د مبارزې په اړه خبرې اترې وکړي.
پاکستاني رسنیو ویلي چې د سیاسي ګوندونو په دې پلاوي کې؛ اسفندیار ولي، افراسیاب خټک، آفتاب شیرپاو، مولانا فضل الرحمان او محمود خان اڅکزی شامل دي.
خو د افغانستان جمهوري ریاست د دغو ګوندونو د رهبرانو د نومونو په اړه څه نه دي ویلي.
د نوي حکومت د کار له پیل څخه تر اوسه د پاکستان ولسمشر ممنون حسین؛ د دې هېواد د ملي امنیت او بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز؛ لوی درستیز راحیل شریف او د استخباراتو رییس رضوان اختر افغانستان ته سفرونه کړې دي.
په عین حال کې یو شمیر د سیاسي چارو کارپوهان وايي؛ که چیرې د پاکستان استخبارات دې نتیجې ته رسیدلې وي چې د دواړو هېوادونو اوسنۍ ستونزې حل شي؛ دا ډول سفرونه به ګټور وي.
د سیاسي چارو کارپوه زبیر شفیقي په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:
"که هغوی په دې قانع شوې وي چې دلته باید سوله راشي او دغه حالت باید بدل شي او دا د ټولې سیمې په ګټه نه دی په تاوان دی؛ دا بیا د سولې تمه ترې کیدای شي."
د سیاسي چارو کارپوهان وایي چې، د نوي حکومت په رامنځ ته کېدو سره د افغانستان او پآکستان اړیکې نوي پړاو ته داخل شوي دي.
دغه کارپوهان هیله څرګندوني چې د افغان او پاکستاني چارواکو دا ډول تګ راتګ به د دواړو هیوادونو تر منځ شته ستونزې هوارې کړي.
راپور: سید کمال شاه عارف