د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۳

ننګرهار: په ځينو ولسواليو کې د اصلاح شویو تخمونو مرستې تالا شوي


د ننګرهار د کرنې ریاست چارواکي وايي؛ څه موده وړاندې د ننګرهار ټولو ولسوالیو ته د هغوی د کرنیزې ځمکې په اندازه د اصلاح شویو تخمونو مرستې استولي؛ ترڅو په یادو سیمو کې بزګران د کوکنارو کښت پر ځای غنم وکري؛ خو د ځينو ولسوالیو بزګران بيا وايي؛ دوی له دغو مرستو څخه ناخبره ساتل شوي او وراستول شوې مرستې د ولسوال او یو څو ملکانو په خپل منځ کې ویشلي.

د همدې مسالې په تړاو د پنجشنبې په ورځ د هسکې مینې ولسوالۍ په لسګونو اوسیدونکي د خپل حق غوښتنې په موخه د ننګرهار ولایتي شورا ته تللي وو او د دې ولسوالۍ پر ولسوال حسن خان يې تور پورې کړ چې د ولسونو مرستې له یوڅو تنو ملکانو سره په خپل منځ کې ویشلي:

"زه نیک محمد د هسکې مینې ولسوالۍ اوسیدونکی. موږ خبر شو چې دهقانانو ته د غنمو مرسته راغلې؛ موږ خو دا مرسته ونه لیده، نه پوهیږو، څه شو چا راوړه، چا ته يې ورکړل هم او کنه؟

۲- هغه چا چې غنم اخیستی او تالا کړي یې دي؛ هغه نن نه حاضریږي، زه ستاسو له لارې نه ولسوال ته وایم چې رادې شي ماسره دې مخامخ شي؛ ده دا غنم څه کړل.

۳- موږ چې نن ولایتي شورا ته راغلي يو؛ یوازې د غنمو مساله نه ده؛ زموږ د ده بالا ولسوال د خلکو حقه حقوق د پخو لاندې کوي؛ ولس ته يې تر اوسه په هیڅ یوه برخه کې مرسته نه ده کړې."

خو ولسوال د دغو خلکو تورونه ردوي چې ګوندې د غنمو اصلاح شوي تخمونه يې په خپل منځ کې ویشلي اویا هم خرڅ کړي وي:

"اصلاح شوی تخم چې درې سوه بوجۍ وې؛ هغه ولسوالۍ ته راغلې وې؛ اسناد شته خو تاسو خپله فکر وکړئ؛ چې دغه اندازه مرسته یو لک شل زره بوجۍ څنګه وویشل شي؛ ممکن یو شمېر خلک له دې مرستو پاتې وي؛ طبعاً هغوی بیا شکایت کوي."

د ننګرهار د یو شمېر نورو ولسوالیو خوګياڼو؛ شیرزاد، سپین غر او اچين ولسوالیو څخه هم یو شمېر بزګرو ازادۍ راډيو ته په ټلیفوني اړیکو کې یاده ستونزه شریکه کړې چې وراستول شوي غنم یوازې تر ملکانو رسیدلي.

خو بلخوا د کرنې رييس حميدالله وايي؛ دوی دغه مرستې د یوه پلاوي تر نظارت لاندې ولسواليو ته استولي.

دی وايي، دوی ته هم له ځينو ناامنیو ولسوالیو څخه دغه ډول شکایتونه رسیدلي:

"په هغو ساحو کې چې ناامنه دي؛ دغسې شکایت یو نیم موږ ته هم رسیدلی دی، سهم د دهقانانو د ځمکو په اندازه ډير لږ و؛ ممکن دغه ډول ستونزه وي."

حميدالله وايي، د اصلاح شویو تخمونو ویش د ولسوالانو تر مشرۍ لاندې شوې او هغوی بېرته د کرنې ریاست ته ډاډ ورکړی چې یادې مرستې يې پر بزګرو ویشلي دي:

"توزیع دلته نه بلکې په ولسواليو کې شوې؛ د یوې خبرې زه تاسې ته ډاډ درکوم چې د دې غنمو په توزیع کې د ټولو ولسوال صاحبانو دخالت شته زه يې اسناد لرم."

په ورته وخت کې د ولایتي شورا یو شمېر وکیلان هم د خلکو دا ستونزه تايدوي.

د ولايتي شورا وکیله انګیزه شینوارې د ولسونو انديښنې پر ځای ګڼي او وايي د یو شمېر ولسواليو څخه خلکو دا انديښنې له دوی سره شریکې کړي چې ځينې ولسوالان حق حقدار ته نه رسوي:

"دغه ستونزه،چې نن د هسکې مینې ولسوالۍ ولسونو ولایتي شورا سره شریکه کړه دا حقیقت لري؛ دا نه یوازې د دې ولسوالۍ بلکې په نورو ولسوالیو کې هم دغه ډول ستونزې شته چې د بزګرو مواد تالا کیږي."

انګیزه شینوارې وايي، دیارلس کاله وشو چې په ننګرهار کې همدا ولسوالان کله یوې او کله بلې ولسوالۍ ته بدلیږي؛ خو د دا ډول تیروتنو په وخت کې ځکه له دندو نه ګوښه کیږي چې تر شاه يې د ولسي جرګې وکيلان ولاړ دي.

د ولایتي شورا یوه بل وکیل جاوید زمان وویل چې په ولسوالیو کې د چارواکو دغه ډول چلند خلک دې ته مجبوره کوي چې له حکومت سره واټن ونیسي.

نوموړی پر ولایتي ادارې غږ کوي چې د ولسونو غږ دې واوري او دا مسایل دې په جدي توګه وڅيړي:

"زه ولایتي ادارې ته دومره وایم چې په ولسوالیو کې ولسوالانو باندې غږ وکړي چې دا غلاوې بندې کړي او حق حقدار ته وسپارل شي ځکه موږ ګورو چې هره ورځ ولس او دولت ترمنځ واټن زیاتیږي."

د ننګرهار ولایت ویاند احمدضياعبدالزی وايي؛ کوم راپور چې د کرنې ریاست له خوا ورکړل شوی؛ د ننګرهار دوه ویشت ولسواليو ته څه باندې پینځه سوه ټنه غنم استول شوي او توزیع شوي.

دی وايي، که چیرې کومې ولسوالۍ کې ستونزه وي؛ نو دوی به يې په اړه څيړنې وکړي:

"پینځه سوه پینځه څلویښت ټنه غنم؛ ولسوالیو ته استول شوي، که چیرې داسې شکایتونه موږ ته په رسمي ډول راورسیږي؛ موږ به يې د اړوندو ادارو له لارې پلټنه وکړو."

دا چې هر کال په پراخه کچه د ننګرهار په ناامنو او لرو پرتو سیمو کې د کوکنارو کښت ترسره کیږي؛ کتوونکي د دې کښت ستر لامل هم دا په ګوته کوي چې ځينو ولسواليو کې د ولسونو او په ځانګړې توګه د بزګرو مرستې چور او تالا کیږي.

راپور:ـ شاه محمود شينواری - ننګرهار

XS
SM
MD
LG