لویدیځو ورځپاڼو په خپلو وروستیو ګڼو کې بیا هم د هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کې د واده پر مراسمو د وروستي خونړي برید په اړه مطالب خپاره کړي دي.
والسټریټ ژورنال:
والسټریټ ژورنال لیکلي، په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر د سنګین حمله غندلې ده او پر افغان حکومت يې غږ کړی دی چې د دغې پیښې په اړه جدي تحقیقات وکړي.
د یوناما مرستیال مشر والسټریټ ژورنال ته ویلي؛ افغان چارواکي باید د دغه شان پیښو د تکرار د مخنیوي لپاره لازم تدابیر ونیسي.
ورځپاڼه د هلمند ولایت د مدني ټولنې په حواله لیکي؛ په سنګین کې د واده پر مراسمو هغه مهال توغندی ولګید چې په سیمه کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ سخته جګړه روانه وه.
دغه راز په هلمند کې د محلي پولیسو یوه قومندان عبد الرازق څارواني والسټریټ ژورنال ورځپاڼې ته ویلي؛ پیښه په هغه کلي کې شوې چې له تیرو څو کلونو راهیسې د طالبانو په واک کې ده.
ورځپاڼې د افغانستان د ملي دفاع وزارت د یوه ویاند جنرال دولت وزیري په حواله لیکلي چې دی دا خبره نه شي تائیدولی چې ګواکې په سنګین کې د واده پر مراسمو لګیدلی توغندی دې د افغان ځواکونو له خوا ویشتل شوی وي.
والسټریټ ژورنال د مطلب په پای کې لیکي؛ په سنګین کې دا پیښه په داسې وخت کې شوې چې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو جنګي ماموریت پای ته رسیدلی دی او د دې هیواد ټول امنیتي مسولیتونه افغان ځواکونو ته سپارل شوي دي.
ګارډین:
ګارډین ورځپاڼې هم د سنګین د پیښې یادونه کړې ده.
ورځپاڼې د یوې ټپي میرمن او د یوې ټپي شوې ماشومې تصویرونه خپاره کړي دي چې په امبولانس کې روغتون ته د انتقال په حالت کې دي.
ګارډین ورځپاڼې د هلمند د امنې قومندانې د مرستیال باچا ګل په حواله لیکلي؛ که څه هم چې خلک په ۲۴ ساعتونو کې د خپلو مړو د جنازې او تدفین مراسم ترسره کوي؛ خو د سنګین د پیښې د قربانیانو وروستي مراسم د همدې لپاره وځنډول شول چې د پیښې د څرنګوالي په اړه لازمې پلټنې وشي.
ګارډین وايي، د ملکي وګړو د وژل کیدو دا خونړۍ پیښه د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې شوې چیرته چې له تیرو ۶ میاشتو راپدېخوا د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده.
د مقالې لیکونکی وايي، په افغانستان کې د ملکي مرګژوبلې دا پیښه په داسې وخت کې شوې چې نړیوالو ځواکونو په دې هیواد کې خپل جنګي ماموریت پای ته رسولی او افغان ولسمشر پر خلکو غږ کړی چې د یوه پیاوړي او باثباته افغانستان د جوړېدو لپاره دې د خپل هیواد له امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړي.