د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۹

په جوزجان کې۲۲۰ تنه مخالف وسله وال د سولې له پروسې سره یوځای شول


د جوزجان ولایت د امنیې قومندانۍ چارواکې وايي، چې د ولسمشر د لومړي مرستیال په منیځ ګړیتوب د دولت ۲۲۰ تنه مخالف وسله وال د سولې له پروسې سره یوځای شوي.

د دې ولایت د امنیې قومندان فقیرمحمد جوزجاني وايي، چې د دولت د مخالفو وسله والو دوه لوی قومندان له خپلو څه باندې ۲۰۰ سرتیرو سره د سولې له پروسې سره یوځای شول.

د جوزجان ولایت د امنیې قومندانۍ چارواکې د سولې له پروسې سره په دې وروستیو کې د مخالفینو د یوځای کېدو له زیاتوالي خبر ورکوي.

د جوزجان ولایت د امنیې قومندان فقیرمحمد جوزجاني وايي، چې دا کسان د ملي او محلي دولتي چارواکو په منځګړیتوب او د حقانیت په درکولو سره د سولې له پروسې سره یوځای کېږي، چې د چهارشنبې په ورځ هم د جنرال دوستم په مستقیم منځګریتوب د دولت ۲۲۰ تنه مخالف وسله وال د سولې له پروسې سره یوځای شول.

ښاغلی جوزجاني وايي، چې تېره اونۍ د ولسمشرلومړي مرستیال د جوزجان ولایت درزاب ولسوالۍ ته سفر درلود او هلته یې د دولت له مخالفو وسله والو سره وکتل ترڅو دوی وهڅوي چې د سولې له پروسې سره یوځای شي.

دی وايي، چې په پایله کې تېره ورځ چهارشنبه د نوموړي په منځګړیتوب د طالبانو دوه مهم قومندانان چې مفتي نعمت الله او مولوي محمد صالح نومیږي د دولت د سولې له پروسې سره یو ځای شول:

"درزاب او قوشتپې ولسوالیو ته د ولسمشرد لومړي مرستیال سفر سبب شو ترڅو دا کسان د سولې له پروسې سره یو ځای شي او همدارنګه د درزاب او قوشتپې ترمنځ ۳۰ کېلو مترفاصله ده چې جنرال دوستم دواړو ولسوالیو ته سفر وکړ او نعمت الله له ۲۰۰ تنو سره او صالح هم ۲۰ تنو سره د سولې له پروسې سره یوځای شول چې دا به ورستی ځل نه وي."

جوزجاني وايي، چې مفتي نعمت الله او مولوي محمد صالح په جوزجان کې د طالبانوله قوي قومندانو څخه وو، چې اکثرآ یې په درزاب او قوشتېپې ولسوالو کې انفجاري او تروریستي کړنې ترسره کولې او اوس مهال له خپلو ۲۲۰ تنو جنګیالیو سره په ګډه له دولت سره یوځای شول.

جوزجاني وايي، چې له دې کسانو څخه یې ۱۵۰ میله مختلف النوع وسلې هم لاسته راوړې دي، چې ډایاک پروسې ته به یې وسپاري.

په عین وخت کې مفتي نعمت الله د طالبانو پخوانۍ قومندان وايي، چې د دولت له خوا دوی ته د ستونزو د رامنځ ته کولو او د بهرنیو ځواکونو لخوا یې د دیني مدرسې د محاصره کولو په خاطر له ننه ۶ کاله دمخه د دولت له مخالفو وسله وال سره یوځای شول.

دی وايي، چې په تېرو شپږو کلونو کې د جوزجان په مختلفو سیمو کې د دولت پر ضد فعالیتونه ترسره کړي دي.مفتي یې په اړه وویل:

"ستونزې دا وې چې یوځل د بهرنیو ځواکونو له خوا زموږ مدرسه محاصره شوه او موږ هم ووتلو او د مخالفینو په لیکو ور ګډ شو، د دولت نه پاملرنه د دین عالمانو ته متوجه ده."

له افغان دولت سره د یادومخالفینو د یوځای کېدو په خاطرپه جوزجان ولایت کې د جنرال دوستم په کورکې ځانکړي مراسم هم ترسره شول، چې په کې د ولسمشرلومړي مرستیال د سولې پروسې ته د یادو کسانو یو ځای کېدل د امنیت د ټنګښت په برخه کې موثر اقدامات وبلل.

همدارنګه ښاغلی دوستم په کونړ او کندز ولایتونو کې د نا امنۍ د زیاتوالي په اړه هم اندېښنه څرګنده کړه او په اړه یې زیاته کړه، چې د ۲۰ زرو سرتېرو سره به یادو سیمو ته د مخالفینو په واړندې د جګړې په منظور سفر کوي.

مجیب الرحمن حبیب زی، جوزجان

XS
SM
MD
LG