د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۰

بارکزۍ: داخلي کړیو مې پرموټر شوي انتحاري حمله کې لاس درلود


د افغانستان د ولسي جرګې غړې او مخکښه سیاسي او مدني فعاله شکریه بارکزۍ وايي، څه موده مخکې پرې په ځان وژونکې برید کې داخلي کړیو لاس درلود.

یوه نیمه میاشت مخکې د کابل ښار پردارلامان سړک پرهغه موټرچې شکریه بارکزۍ په کې سپره وه ځان وژونکې برید وشو چې د امنیتي ادارو په وینا د حکومت مخالفو وسلوالو ډلو تنظیم کړی وو.

شکریه بارکزۍ وايي، پر دې شوې برید په اړه د دې خپل راټول کړي معلومات ښيي چې په دې برید کې ځیني داخلي عناصرو لاس درلود.

په دې برید کې چې خپله میرمن بارکزۍ په کې ټپي شوه درې ملکېان ووژل شوي او شل تنه نور ټپیان شوي وو.

شکریې بارکزۍ د چارشنبې په ورځ ازادۍ راډیوته وویل، پر نوموړې دا برید یوه تنظیم شوی برید وو چې خپله داخلي کړیو په کې لاس درلود:

″امنیتي چارواکو چې کوم احتمالات یاد کړي وو، په هغې کې زما پر موټر برید کې د حقاني د شبکې یا بلې وسله والې ډلې د لاس لرلو یادونه شوې وه.

خو پرون د خپل موټرله لیدو وروسته مې د لومړي ځل لپاره ډیرې هغه پوښتنې حل شوې چې د دې پېښې راوروسته راسره وې.

کوم شک او تردید مې چې درلود په یقین بدل شو او په دې باوري شوم چې زما پر موټر برید کې له بهرنیو کړیو ډیر داخلي کړیو لاس درلود.″

که څه هم د ولسي جرګې استازې او مخکښې فعالې شکریې بارکزۍ په مشخصه توګه د کوم لورې نوم یاد نه کړخو ټینګار یې وکړ چې سیاسي مبارزې باید په اصولي او سیاسي بڼه ترسره شي نه د زورکارونې له لارې.

نوموړې همدارنګه وویل، د دې پرموټر د برید په ورځ له ځینو داسې پېښو سره مخ شوې ده، چې یادول یې، په دې برید کې د داخلي کړیو لاس لرل یقیني کوي.

له دې پیښې څخه تر یوې نیمې میاشتې زیات وخت وتلې خو تراوسه کومې ډلې یا لورې د شکریې بارکزۍ پرموټر د برید مسولیت پرغاړه نه دی اخیستی.

تر اوسه امنیتي ادارو هم څوک په دې برید کې د لاس لرلو په شک نه دي نیولی.

میرمن بارکزۍ وايي، د پېښې وروسته له هماغې لومړۍ ورځې راهیسې یې په دې اړه د جدي څیړنې غوښتنه کړې او په دې برخه کې شته پوښتنې یې له ولسمشراشرف غني سره شریکې کړې دي :

″پرته له دې چې دې ته پام وکړو چې د برید هدف څوک و؟ بحث دلته دی، چې چادیدونکې مواد له کومه شول؟ دا برید څنګه د پارلمان پر سړک او د پولیسو مرکز ته نژدې وشو؟ دا ټولې هغه پوښتنې دي چې د پېښې په لومړې ورځ مې له ولسمشره کړې او د موضوع د جدي څیړنې غوښتنه مې کړې ده، خو متاسفانه تر اوسه مې داسې ځواب چې قناعت بخښونکې وي نه دی ترلاسه کړی.″

تردې مخکې هم په ۲۰۰۲، ۲۰۰۳ او ۲۰۰۵ م کلونو کې هم شکریه بارکزۍ درې ځلې د بریدونو هدف ګرځیدلې وه.

میرمن بارکزۍ وايي، مخکې له دې د امنیتي ادارو له خوا د هغو ګواښونو په اړه چې ورسره مخ وه خبرداری ورکول کېده. خو له تیرو اتلس میاشتو راهیسې ورته د هیڅ ډول ګواښ په اړه راپور نه و ورکړل شوی.

شکریه بارکزۍ وايي، له ګواښونو سربیره به خپلو سیاسي فعالیتونو او د ښځو له حقونو دفاع ته دوام ورکړي او اجازه به ورنه کړې چې د افغان ښځو تر لاسه کړې بریاوې له لاسه ووځي.

XS
SM
MD
LG