د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۹

لعل: پر ″راکیي″ جنسي تیري کوونکي سیمه ییز پولیس دې سخته سزا وویني


د افغانستان د بشرد حقونو سازمان او د ښځو د حقونو یو شمېر فعالینې له دولته غواړي څو د کاپیسا د نجراب ولسوالۍ د جنسي تیري پيښې عاملینو ته سخته سزا ورکړل شي.

د کاپيسا په نجراب ولسوالۍ کې سیمه ییزو پولیسو پرې دولس کلنې نجلۍ ډله ییز تېری کړی دی.

په عین حال کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، چې په دې اړه دوی دوه سیمه ییز پولیس نیولي دي او هڅه کوي څوعاملینو ته یي سزا ورکړي.

د افغانستان د بشرحقونو سازمان او د ښځو د حقونو یو شمېر فعالینې له دولت نه غوښتنه کوي څو د کاپيسا ولایت د نجراب ولسوالۍ د جنسي تیري په قضیه کې ښکېل سیمه ییزو پولیسو ته ترټولو سخته سزا کړي.

په یوې نوې پېښه کې د کاپيسا په نجراب ولسوالۍ کې سیمه يیزو پولیسو پر یوې دولس کلنې نجلې چې راکېه نومیږي جنسي تیری کړی دی.

د افغانستان د بشرد حقونو د سازمان ريیس لعل ګل لعل ازادۍ راډیو ته وویل، چې باید د دې ډول پيښو عاملین د قانون منګلوته وسپارل شي:

″کوم شکایتونه چې دې کورنۍ کړي، پولیس لاس په کار شوي، درې کسان یې نیولي چې په کې دوه سیمه ییز پولیس دي او پولیس اوس دا قصیه څیړي څو د دې قضيي شاملو کسانو ته سزا ورکړي.″

د دې یجلۍ پلارد سې شنبې په ورځ د ولسي جرګې د ښځو چارو وزارت کمېسیون ته د عدالت د غوښتنې لپاره ورغلی وو او ادعا یې کړې چې شپږتنه د شپې له خوا د دوی کورته ورغلي او د ده پرلوریې جنسي تېری کړی.

نوموړی له دولته غواړي څو د لورد جنسي تیري عاملینو ته یې د پغمان د پیښې په شان سزا ورکړل شي.

په عین حال کې د ښځو د حقونو یوه ملاتړې ماری اکرمي له عدلي او قضايي ارګانونو نه غواړي چې په قضیه کې ښکېلو کسانو ته ترټولو سخته سزا وټاکي:

″زما په نظر دا ډیر بد چلند دی نه له افغاني ټولنې او نه له انسانيت سره اړخ لري شریعت هم دا په دشدیدو ټکو غندي زه هم دا پیښه تقبیح کوم، د ښځو د حقونو په استازیتوب له عدلي او قضايي ارګانونه غواړم څو عاملینو ته یې سزا ورکړي.″

د روان میلادي کال د اګست په ۲۳مه یو شمېر وسله والو په پغمان ولسوالۍ کې له غلا وروسته پرڅلورو ښځو جنسي تیره وکړ چې یوه په کې امیدواره وه.

د دې پیښې پنځه تنه مجرمین نږدې دوه نیمې میاشتې وړاندې په کابل کې اعدام شول.

د افغانستان د کورنیوچارو وزارت وايي چې کاپیسا د پېښې په تړاو یې د دې پیښې په درې تنه نیولي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي د دغو کسانو په اړه وايي چې دوه تنه یې سیمه ییز پولیس او یو یې ملکې کس دی.

د افغانستان د بشرحقونو خپلواک کمېسیون مخکې ویلي چې سږکال یې پرښځو او ماشومانو د جنسي تیري ډیري پیښې ثبت کړي دي.

د ښځو د حقونو فعالینې وايي، دا پیښې ډیرې جدي دي او باید چې د مخنیوي لپاره یې افغان حکومت، د ښځو د حقوقو د ملاتړ ټولنې او عام خلک جدي اقدام وکړي.

راپور: مرضیه احمدزۍ

XS
SM
MD
LG