د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۴۵

کونړ: ښايي د دانګام د جګړې له امله ۴ زره کورنۍ بې ځایه شي


د کونړ ولایت سرپرست وايي ښايي چې د دانګام د جګړې له امله شااوخوا څلور زره کورنۍ له خپلو سیمو بې ځایه شي.

شجاع الملک جلاله له حکومت او مرستندویو ټولنو وغوښتل چې له دغه کسانو سره مرسته وکړي.

په عین حال کې د دانګام یو شمېر اوسېدونکي وايي چې وسله والو مخالفانو د دوی کورونه سوځولي او مالونه یې د پولي ها غاړې په باجوړ کې په خلکو پلورلي دي.

د کونړ ولایت په دانګام ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله والو مخالفینو ترمنځ نښته له دوو اونیو هم واوښته اولاهم په دغې ولسوالۍ کې د جګړې اور بل دی.

د کونړ ولایت چارواکي وايي چې دغه جګړې د دانګام اوسیدونکو ته درانه تاوانونه ور اړولي او په سلګونه کورنۍ د خپلو کورونو پرېښودلو ته اړې شوې دي.

د کونړ ولایت سرپرست والي شجاع المک جلاله د یکشنبې په ورځ رسنیو سره د خبرو پر مهال وویل، اټکل کېږي چې په زرګونه نورې کورنۍ هم د سیمې پرېښودلو ته اړې شي.

ښاغلي جلاله بې ځایه شویو سره د بېړنیو مرستې غوښتنه وکړه:

″کوم کورونه چې د محاصرې لاندې ول، خلکو څو ورځې ډوډۍ نه وه خوړلې، هغوی مو د قومونو په مرسته راوایستل، کیدای شي د څلور زرو په حدودو کې کورنۍ را بې ځایه شي، نو د یوشمېر لپاره مو اماده ګي نیولي او د یو شمېر نورو لپاره د کورنیو او بهرنیو مرستو په تمه یو.″

د کونړ ولایت دانګام ولسوالۍ د پاکستان له باجوړ او ډیر سره ګډه پوله لري.

دغه سیمې په ځنګلونو پوښل شوي او ویل کېږي چې وسله والو مخالفینوله همدې ځانګړنې نه په ګټې اخیستلو سره د څووم ځل لپاره په خلکو او امنیني ځواکونو بریدونه کړي دي.

د دغې ولسوالۍ څوتنه اوسیدونکي د روان وضیعت له امله اندېښمن دي او وايي چې وسله والو مخالفینو دوی له بېلابېلو ستونزو سره مخ کړي دي:

″لومړی: جنګ روان دی دا شپاړسمه ورځ ده، کورونه مو وسوځېدل.

دوهم: زموږ د کورونه مالونه یې یوړل او په باجوړکې یې پلورلي دي، اوس هم د اته سوو په شااوخوا زموږکسان هلته بند باتې دي.″

دوی وايي چې په دانګام کې د وسله والومخالفینوله ظلمونونه په تنګ شول او پاڅون یې وکړ، خو وسله والو مخالفینو په سپکو او درنو وسلو سره پر دوی برید وکړ.

دغه دانګام میشتي اوسیدونکي وايي چې تراوسه په دغو نښتوکې څلورملکیان وژل شوي او له پنځوسو زیات ټپیان شوي دي.

په عین حال کې د افغانستان د ملي امنیت مسوولین وايي چې د دانګام په جګړه کې ترډېره بهرني تروریسان او لشکرطیبه برخه لري او هدف یې د ولسي پاڅون ځپل او د دغه ولایت د ولسوالیو نیول ول.

افغان امنیتي ځواکونه اوس مهال هم په دغه ولایت کې له مخالفینو سره په جګړه بوخت دي.

د افغانستان په ختیځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو قومندان جنرال زمان وزیری وايي چې په تېروشپاړسو ورځوکې له وسله والو مخالفینو مهم ځایونه نیولي دي.

د امنیتي مسوولینود معلوماتوله مخې د کونړپه دانګام کې تراوسه له وسله والو مخالفینو ۱۵۷ او له امنیتي ځواکونو څخه شپږکسان وژل شوي دي.

د کونړ ولایت چارواکي به داسې حال کې د دانګام د اوسیدونکو د وضیعت په اړه اندېښنه ښيي چې د یکشنبې په ورځ د افغانستان مشرانو جرګې هم زیانمنوته د مرستې غږ پورته کړ.

راپور: اجمل تورمان

XS
SM
MD
LG