د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۸ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۰۱

"د ماریا بشیر لرې کیدل به په هرات کې د ښځو پر وضعیت ناوړه اغیز وکړي"


په هرات کې یو شمېرښځې پردې اندیښنه څرګندوي چې د استیناف د څارنوالۍ له مشرتابه، د ماریا بشیرلیرې کیدل به په دې ولایت کې د ښځو پر وضعیت ناوړه اغیز وکړي.

د افغانستان جمهور ریس محمد اشرف غني ولسمشرد شنبې په ورځ د هرات د استیناف د څارنوالۍ مشره ماریا بشیراو شمېرنور لوړرتبه چارواکي له دندو لیرې کړل.

جمهورریس غني خبریالانو ته وویل چې په هرات کې د وضعیت د څيړنې او د هراتیانو له استازو سره د خبرو لپاره، دې ولایت ته د تللي دولتي هیات په رپوټ کې څرګنده شوې وه چې اساسي بدلون ته اړتیا ده.

خو د هرات ښار یوه اوسیدونکې ستاره وايي چې د هرات د استیناف د څارنوالۍ پخوانۍ مشرې، ماریا بشیرله ښځو سره زیاتې مرستې کولې او په څارنوالۍ کې د هغې نشتوالی به هغو ښځو ته چې حقوقي ستونزې لري، شرایط لا ګران کړي.د هرات اوسیدونکې ستاره وايي:

″زړه خورم، هره ورځ زرهاوو ښځې د خشونت قرباني کیږي او ډاډه یم چې هیڅوک به هم خپل ږغ پورته نه کړي.

کله چې ما ستونزې درلودې، میرمن بشیر زما غم وخوړ، بل مې هیڅ چا هم پوښتنه ونه کړه. نه والي او نه هم د هرات امنیه قوماندان.

له همدې ننه چې ماریا بشیرنشته، د ښځو ناره نه اوریدل کیږي.″

ماریا بشیرلومړې ښځه وه چې په افغانستان کې د طالبانو د رژیم ترسقوط وروسته د استیناف د څارنوالۍ مشره ټاکل شوې وه.

ماریا بشيرته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په ۲۰۱۱ [میلادي] کال کې د زړه ورو ښځو کلنۍ جایزه ورکړې وه او په همدې کال د ټایمزمجلې له خوا د نړۍ په هغو سلو کسانوکې ګڼل شوې وه چې ډيرنفوذ لري.

له کاره د ماریا بشیرد لیرې کیدو په وړاندې په غبرګون کې، د هرات د ولایتي شورا غړې جانتاب طاهري پرون ازادۍ راډیوته وویل:

″هغه څوک چې لا نه دی توانیدلی چې خپله کابینه جوړه کړي، تر اوسه یې وزارتونه په ګډوډۍ کې دي، غواړي چې هغه کسان چې یو ټیم لري، پر کارمیین دي او غواړي چې خدمت وکړي، لرې کوي او وايي چې اصلاحات راولي؟″

د استیناف د محکمې پخوانۍ مشرې ماریا بشیرله کاره ترلرې کیدو وروسته وویل:

″نن چې زه خپل مسولیت پریږدم او له دې ادارې وزم، زما تر ټولو ستره اندیښنه ښځو ته ده.

ایا بیا به د ښځو په وړاندې دروازې پرانیسې وي او ښځې به کولای شي چې له کومې ویرې پرته او له دې پرته چې د هغوي شخصیت او عفت ته تهدید وشي، خپلې ستونزې بیان کړي؟″

خو په هرات کې یو شمېرکسان وايي چې وروستي بدلونونه هلته د وضعیت له ښه کیدو سره مرسته کولای شي.

د هرات د استیناف د څارنوالۍ د مشرتابه لپاره لا څوک نه دي ټاکل شوي.

XS
SM
MD
LG