د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۰

مشرانو جرګه د هرات د یوشمیر چارواکو د لرې کیدو په اړه د ولسمشر اقدام ستايي


په هرات ولایت کې د دولتي کسانو د ګوښه کیدو په اړه د ولسمشر بې ساري اقدام بیلابیل غبرګونونه راپارولي او مشرانو جرګه وايي چې په نورو ولایتونو کې هم باید بې کفایته چارواکي له دندو لرې شي.

د مشرانو جرګې غړو د یکشنبې ورځې په عمومي غونډه کې د ولسمشر دا اقدام وستایه او ویې ویل، چې دا لړۍ باید نورو ولایتونو ته هم وغځول شي.

د مشرانو جرګې غړو طیبې زاهدي او نظر محمد وویل چې دغه ډول اقدامات کولای شي په ولایتي کچه اصلاحات رامنځ ته کړي.

"۱- زه فکر کوم د افغانستان په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره دا یو نیک او عملي اقدام دی چې باید ټول موږ او تاسو د دې ملاتړ او ورسره همکاري وکړو؛ تر څو د فساد په وړاندې مبارزه وشي؛ خو باید یوازې په دې سره پای ته ونه رسیږي او هیله ده چې دې ته هم ولسمشر پام واړوي چې وړ کسان یې پر ځای وګماری.

۲ـ ولسمشر دا ښه اقدام کړی چې هغه غله او رشوت خواره ونیسي او پر ځای یې وړ کسان راولي تر څو نور عبرت واخلي."

دغه څرګندونې وروسته له هغې کیږي چې ولسمشر اشرف غني د شنبې په ورځ په هرات کې د پنځلسو ولسوالیو امنیې قومندانان او یوشمیر نور دولتي مسولین له دندو ګوښه کړل.

په دغو کې د هرات د استیناف د څارنوالۍ مشره ماریا بشیر؛ د نفتي موادو د ادارې رییس عبدالله خسرو؛ د هرات د ګمرک مشر طنین کاکړ؛ د بریښنا رییس غلام سرور صدیقي او د معارف رییس بصیر احمد طاهري شامل دي.

ولسمشر غني پرون په هرات کې خبریالانو ته وویل چې اداري فساد نه شي زغملای او څرګنده یې کړه چې د هرات د ګمرک له رییس او دغه راز د پوهنې او نفتي موادو له رییسانو نه به تحقیقات هم وشي.

خو اوس مهال اصلي اندیښنه دا ګڼل کیږي چې ولسمشر به کوم کسان د هرات ولایت امنیتي او اداري څوکیو ته غوره کړي ترڅو په هغه ولایت کې اداري تشه را منځ ته نه شي او خلک له ستونزو سره مخ نه شي.

د اداري اصلاحاتو کمیسیون د دارالانشا رییس سید ذبیح الله ساوي آزادي راډیو ته وویل چې باید د دغه ولایت یو شمیر څوکۍ د ولسمشر د حکم له مخې او یوشمېر نوریې د اداري اصلاحاتو د رقابتي آزموینې له مخې ډکې شي:

"د اضطراري حالاتو په صورت کې کیدای شي؛ دې بسټونو ته سرپرستان وټاکل شي؛ خو د شپږو میاشتو په اوږدو کې باید د سیالۍ له مخې یو شمیر کسان استخدام شي.

خو یو شمېر سیاسي پوسټونه او وزارتونه؛ لکه ستره محکمه، څارنوالۍ، پولیس، اردو او د بهرنیو چارو وزارت دي؛ چې د ملکي خدمتونو د کارکونکو د قانون د تطبیق په ساحه کې نه دي."

د هرات ولایت یوشمیر چارواکي او د ولسوالیو د امنیې قومندانان په داسې حال کې د ولسمشر غني له خوا له وظیفو لرې شول چې له تیرو څو کلونو راپه دیخوا؛ په دغه ولایت کې د انسان تښتونو، مرموزو قتلونو، اداري فساد، د ځمکو د غضب او نورو سرغړونو راپورونه خپاره شوي دي.

دا لا جوته نه ده چې په وروستیو بدلونو سره به څومره په هرات ولایت کې اصلاحات راشي؛ خو یو شمیر کسان د ولسمشر وروستی اقدام د نورو ولایتونو دولتي چارواکو ته هم د خطر یو زنګ ګڼي.

XS
SM
MD
LG