د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۰

ولسمشرغني د هرات یوشمېر لوړ پوړي دولتي کارکوونکي له دندو لرې کړل


د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني پرون شنبه په هرات کې د امنیتي او ملکي اداري چارو د سمون لپاره یو شمیر لوړ رتبه دولتي کارکوونکي له دندو لرې کړل.

ولسمشر پرون د هرات د استیناف د څارنوالۍ مشره ماریا بشیر، د نفتي موادو د ادارې رییس عبدالله خسرو؛ د هرات د ګمرک مشر طنین کاکړ؛ د دې ولایت د برېښنا رییس غلام سرور صدیقي او د معارف رییس بصیر احمد طاهري له دندې لرې شوي اعلان کړل.

د هرات د ټولو پینځلس ولسوالیو امنیه قوماندانان هم له دندو لرې شوي دي.

جمهور رییس غني پرون خبریالانو ته وویل چې د هرات د وضعیت د څيړنې او د هراتیانو له استازو سره د خبرو لپاره؛ دې ولایت ته د تللي دولتي هیات په رپوټ کې څرګنده شوې وه چې هلته یوه اساسي بدلون ته اړتیا ده:

"زموږ تمرکز پر دوو برخو و. اول امنیتي او دوهم حکومتداري. په امنیتي برخه کې مې د یو لړ اساسي بدلونونو هدایت ورکړی دی. ما هدایت ورکړ چې ټول امنیه قوماندان، د ټولو ولسوالیو بدل شي. د دوی ځایونه به مناسبو هراتیانو ته، د کفایت له مخې ورکړ شي.

د هرات څارنوال بدل شو. د هرات د معارف له رییسه ډير شکایت موجود و؛ نه یوازې دا چې له کاره لرې شوی؛ تر عدلي څارنې لاندې به وي. د هرات د نفتي موادو او د بریښنا د ادارو مشران دواړه برطرفه شوي او تر عدلي څیړنې لاندې به وي.

تر دې وروسته موږ د اداري فساد د فرهنګ د زغملو توان نه لرو. د هرات د ګمرک ریاست او هغه مامورین چې د هرات سوداګر یې په غم کښینولي وو؛ ټول برطرف او تر عدلي څیړنې لاندې دي."

په هرات کې هغه ولسوالان هم له دندو لرې شوي چې په دولتي رقابتي ازموینه کې له ګډونه پرته؛ په دندو ګومارل شوي وو. ولسمشر غني پرون په هرات کې خبریالانو ته وویل چې د دې ولایت د ټولو پینځلس ولسوالیو لپاره به نوي امنیه قوماندانان وټاکل شي او د نویو ولسوالانو د ټاکلو بهیر به هم په خپله څاري.

جمهور رییس غني پرون په هرات کې د ښځو له یو شمیر استازو سره هم ولیدل او ویې ویل چې په نوې کابینه کې یې د لږترلږه څلورو وزارتونو لپاره د ښځو نومونه وړاندې کړي دی.

په هغو کسانو کې چې پرون د ولسمشر له خوا له دندو لرې شوي؛ د هرات څارنواله ماریا بشیر هم شامله ده چې په افغانستان کې د طالبانو درژیم تر سقوط وروسته لومړۍ ښځه وه چې د څارنوالۍ مشره ټاکل شوې وه.

ماریا بشير ته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په ۲۰۱۱ میلادي کال کې د زړه ورو ښځو کلنۍ جایزه ورکړې وه او په همدې کال د ټایمز مجلې له خوا د نړۍ په هغو سلو کسانو کې ګڼل شوې وه چې ډير نفوذ لري.

د ازادي راډيو خبریال له هراته په خپل رپوټ کې وايي چې د ولایت سرپرستي د هرات د پخواني والي مرستیال ته سپارل شوې ده. د پاتې ادارو لپاره به نوي کسان ټاکل کیږي.

XS
SM
MD
LG