د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۴

د بشارالاسد حکومت د سولې په اړه خبرو ته چمتو دی


د سوریې دولتي خبري اژانس (سنا) وايي چې د بشارالاسد حکومت د سولې په هغو مذاکرو ګډون تیار دی چې مسکو پلان کړې او راتلونکې میاشت به ترسره شي.

سنا پرون (شنبه) د سوریې د بهرنیو چارو د وزارت د یوه چارواکي په حواله وویل چې د بشارالاسد حکومت به په دې هیواد کې د روان کړکیچ د حل لپاره د خپلو خلکو د هیلو لپاره په مسکو کې په لومړنیو مشورتي مذاکرو کې ګډون کوي.

د سوریې دولتي ټلویزون چې له دمشقه خپرونې کوي؛ پرون اعلان وکړ چې حکومت د روانې کورنۍ جګړې د پاي ته رسولو لپاره پر خپل تعهد ټینګ ولاړ دی.

"سوریه په مسکو کې په ابتدايي، مشورتي مذاکرو کې ګډون تاییدوي؛ څو د هغو خلکو هیلې ترسره شي چې په سوریه کې د روان بحران حل غواړي.

د بهرنیو چارو د وزارت یوې سرچینې ویلي چې د حکومت او مسکو ترمنځ خبرې روانې دي؛ څو په مسکو کې یوه مشورتي غونډه جوړه شي چې له بهرنۍ لاسوهنې پرته د سوریې د خلکو ترمنځ د خبرو د یوه کنفرانس په جوړولو بحث وکړي.

د سوریې حکومت له دې بحرانه د وتلو لپاره په دې غونډه کې ګډون او د بحران د حل د هڅو پر تعهد ټینګار کوي."

د سوریې د بهرنیو چارو د وزارت چارواکي چې نوم یې نه دی اخیستل شوی؛ سنا ته ویلي چې د بشارالاسد حکومت له روسیې سره تر خبرو وروسته دا پریکړه کړې ده.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د تیرې پنجشنبې په ورځ هیله څرګنده کړه چې د راروانې میاشتې (جنوري) په وروستيو کې د سوریې د حکومت او د اپوزیسیون د مشرانو د مذاکرو کوربه شي.

په سوریه کې د بشارالاسد او د هغه د حکومت د مخالفینو ترمنځ د مذاکرو وروستی دور تیر ژمی په جنیوا کې ترسره شو چې بې نتیجې پای ته ورسید.

روسیه د بشارالاسد د رژیم له عمده ملاتړ کوونکو ده او له تیرو څو میاشتو راهیسې یې د سولې لپاره د مذاکرو د بیا پیل هڅې کولې. خو دا لانده څرګنده شوې چې د بشارالاسد د رژیم مخالفې ډلې به د روسیې په وړاندیز؛ د سولې په مذاکرو کې ګډون وکړي که نه.

په سوریه کې له ۲۰۱۱ میلادي کال راهیسې لږترلږه دوه لکه کسان وژل شوي او د دې هیواد د ټولو وګړو له درېیو څخه یوه برخه بې کوره شوې ده.

XS
SM
MD
LG