د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۴

د جدي ۶مه د پخواني شوروي اتحاد ترخې خاطرې خلکو ته ور په زړه کوي


د جدي شپږمه په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو د یرغل ورځ ده.

که څه هم د دغې ورځې څخه شا او خوا پنځه دېرش کاله تېرېږي؛ خو لا هم د افغانستان په ګڼ شمېر سیمو او ولایتونو کې د جګړې نښې، نښانې پاتې او خلک ورنه ترخې خاطرې لري.

افغان مجاهدین هم دغه د جدي شپږمه د تورې ورځې په نوم یادوي او وايي چې افغانستان ته د شوروي پوځونو راتګ افغانانو ته په بیلابیلو برخو کې درانه زیانونه اړولي دي.

په داسې حال کې چې له افغانستان نه د پخواني شوري اتحاد د پوځونو له وتلو شا او خو شپږ ویشت کاله کېږي؛ خو لا هم د دغه هیواد په ځینو ولسوالیو او سیمو کې د هغه مهال د جګړو او بمباریو نښې نښانې پاتې دي.

د دغو کلونو پر مهال په لسګونه زره افغانان ووژل شول؛ معیوب شول او مهاجرتونو ته اړ شول.

کور، کلي یې وران او باغونو او فصلونو ته یې هم اور واچول شو.

افغان مجاهدین وايي چې په افغانستان کې باید د جدي شپږمه د شوروي پوځونو د يرغل ورځ د تل لپاره د یوې تورې ورځې په توګه ولمانځل شي.

افغان جهادي شخصت سید اسحق ګیلاني د پخواني شوروي اتحاد د پوځونو له خوا افغانانو ته د اوښتو زیانونو په اړه ازادۍ راډیو ته وویل:

"د افغانستان نجیبو خلکو ته اقتصادي صدمه ورسېده؛ ځکه دوی ډیری زراعت پیشه ول او چې د جګړو پر مهال مهاجره شول او د دوی کښتونه او باغونه اغیزمن شول بل دا چې د تجارت مساله وه چې سوداګرو افغانستان پرېښود او له افغانستان نه یې بهر پانګوونه وکړه چې دا به کله هم جبران نشي."

د جدي شپږمه هغه ورځ چې تر ټولو لومړی د وخت د جمهور رییس حفیظ الله امین استوګڼ ځای د تاجبیک ماڼۍ د ټانکونو او الوتکو تر برید لاندې راغله.

امین ووژل شو او ببرک کارمل خپل ځان د نوي جمهور رییس په توګه اعلان کړ.

شورویانو او افغان ملاتړي حکومت یې مجاهدینو ته اشرار او اخوانیان ویل او د نیولو او وژلو لپاره یې هره چاره تر سره کوله.

د کابل جلال اباد په لویه لاره په ماهیپر کې د ګوګا منډه د کلي لوتې شوي دیوالونه لا هم د هغه مهال د جګړو او بمیاریو کیسې کوي.

په دې کلي کې اوس ټول دوه درې کوره خلک ژوند کوي؛ نور له کلي بې ځایه شوي او ښايي لا هم له پولې ها خوا د مهاجرو په کمپونو کې ډېره دي.

د ګوګا منډه د کلي څو تنه اوسیدونکي د شوري ځواکونو د بریدونو زړې خاطرې په زړه کوي:

"۱- دلته به روسانو کلوشې راوړلې؛ موږ ډېر واړه وو، موږ ته به یې راکولې چې کاکا دې راته وښیه، ماما دې چېرې دی او لالا دې چېرته دی چې موږ به ورته وښودې بیا به یې هغوی بوتلل او تر دې دمه تري تم دي.

۲- شورویان چې راغلل زموږ کورنه وران شول او موږ پاکستان ته مهاجر شوو.

۳- موږ به د دیوالونو غاړو ته ناست وو؛ طیارې به چې راښکته شوې، نو شمال به یې چرګان یوړل او بیا به دوی راښکته شول او خلک به یې بیول او وژل به یې."

د پروان ولایت د جبل السراج د پشتې سرخ سیمه بیا د شوروي پوځيانو پر وړاندې د افغان مجاهدینو د مبارزو یو ژوندی تصویر وړاندې کوي.

دلته د شوروي پوځيانو ګڼ شمېر هغه ټاکونه، موټرې او جنګي وسایل راټول شوي چې مجاهدینو سره د جګړې پر مهال ویجاړ شوي دي.

تر ګوګا منډه ورسته چا دا نښه راکړه او پشتې سرخ ته هم ورغلو.

د دې سیمې څو تنه اوسېدونکي وايي:

"۱- دوی به موږ په هر ډول توپونو ویشتلو؛ خو موږ به په خالي لاس جګړه کوله؛ حتی مرچ به مو د دوی سترګو ته شندل او دوی سره مو مقاومت کاوه.

۲- شورویان به چې راغلل ټول به په منډه شوو؛ ماشومان، واړه، زاړه او ښځې ټول به په ویره کې ول؛ په هیچ چا یې رحم نه کولو.

۳- شورویانو ډېر ځورولو ځکه هغوی خو تجاروز ته راغلي ول."

شورږي پوځونه بلاخره په ۱۳۶۷ لمریز کال کې د ډاکټر نجیب الله چې تر ببرک کارمل ورسته د افغانستان ډیموکراټیک ګوند ورستی جمهور رییس و؛ له افغانستان نه ووتل.

که څه هم تر ډاکټر نجیب الله ورسته، د حضرت صبغت الله مجددي، برهان الدین رباني، د ملا محمد عمر او حامد کرزي حکومتونه هم ارامه نه وو او د اوسمهالي ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ حکومت کې هم نا امنۍ شته؛ خو یو شمېر افغان سیاسي کارپوهان وايي چې دا د همغه اور لمبې دي چې تر اوسه نه دي مړې شوي.

دوی د پخوانیو حکومتونو د غلطو سیایتونو نه د انتقاد په ترڅ کې وايي چې افغان سیاسیونو تل مدام د بهرنیو تر اغیز لاندې له خپلو خلکو؛ خاورې او وطن سره جفا کړې ده، دوی وايي، همدا وجه ده چې افغانستان کله هم د یو خپلواک هیواد په توګه پرمختګ و نه کړ او د سیمې او نړۍ د هیوادونو سره څه چې د ګاونديو هیوادونو سره هم په هیڅ برخه کې د سیالۍ جوګه نه شو.

افغان سیاسي کارپوه حاجي عبدالوکیل اټک وايي ببرک کارمل د روسانو پر ټانک سپور کابل ته راغلی:

"ببرک کارمل د دوشنبې له راډیو نه بیانیه ورکړه او بیا د روسانو په ټانګونو سپور کابل ته راغی؛ حکومت یې خپلواک نه و، ټوله معامله پردۍ وه، شوروي ورسره د مشاورینو په نوم د [کې جي بي] غړي کښینولي وو؛ حتی په ملکي برخو کې."

خلک هم وايي، هغوی چې دوی ته یې د کور، کالي، ډوډۍ د برابرولو شعارونه ورکول؛ دا هر څه یې ورنه واخیستل او لا هم لکه د ګوګا منډه د کلي اوسیدونکي، استوګنې ته کور نه لري، خوراک ته ډودۍ او اغوستلو ته جامې.

اجمل تورمان

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:06:23 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG