د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۸

اوکراین له ناټوسره د نږدې کېدلو لپاره لاره پرانيسته


د اوکراین پارلمان رايې ورکړې چې د دې هېواد د بې پلوي موقف لغوه کوي.

اوکراین په دې کارسره له ناټوسره د نږدې کېدلو لپاره لاره پرانيسته. روسيې د اوکراين دا کارسمدستي وغانده.

په قانون کې دا اصلاح تېره اوونۍ د اوکراین د ولسمشرپيترو پوروشنکو له خوا پېشنهاد شوه.

دا پېشنهاد پرون په ۳۰۳ د موافقې رايې وړلو سره د دې هېواد د پارلمان له خوا تصويب شو. د اوکراين پارلمان ۴۵۰ چوکۍ لري.

د ناټو غړيو هېوادونو د اوکراین د پارلمان د دې پريکړې هر کلی وکړ.

د امريکا د بهرنيوچارود وزارت مرستيالې وياندې ماري هرف وويل:

″د ناټو دروازه پرانيستې ده. هغه هېوادونه چې غواړي د اروپا او اتلانتيک په سيمه کې د امنيت ټينګولو لپاره همکاري وکړي، کولای شي په خوشحالي سره د ناټو غړيتوب ترلاسه کولو لپاره لاس په کارشي.

د وړتيا پربنسټ به د غړيتوب پرهره غوښتنه غور کيږي. د ناټو د غړيتوب ترلاسه کولو پرېکړه د اوکراين او ناټو ده خو موږ د پرانيستو دروازو د سياست هرکلی کوو.″

د اوکراين لويديځ پلويو مشرانو هغه وخت قدرت ترلاسه کړچې د فرورۍ په مياشت کې يانوکوويچ د لاريونونوڅخه وتښتېد.

دغه مشرانوله هغه راهيسي اعلان کړی وو چې د اوکراين د بې پلوی دريځ به بدلوي ځکه چې اوکراين نشوای کولای د ناټو غړيتوب ترلاسه کړي.

د پارلمان له خوا تصويب شوي قانون له مخې به اوکراين د لويديځ نظامي ائتلاف غړيتوب ترلاسه کولو لپاره له ناټو سره همکارۍ زياتوي.

د لويديځ نظامي ائتلاف غړيتوب به کلونه وخت واخلي خو په بروکسل کې د ناټو وياند وويل چې که اوکراين وغواړي، د دې هېواد پرمخ د ناټو دروازې پرانيستي دي پردې شرط چې اوکراين ضروري معيارونه پوره کړي.

ناټو ته د روسيې دايمي استازي الکساندرګروشکو وويل، د اوکراين دې اقدام د تاوتريخوالي د کمولوپه لاره کې نور خنډونه زيات کړل.

XS
SM
MD
LG