د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۵

"د جمعي امنيت سازمان دې د سخت دريځو د تهديدونو د مخنیوي لپاره تيار اوسي"


د جمعي امنيت د سازمان غړي هېوادونه وايي چې په راتلونکي کې د سخت دريځو د تهديدونو، چې له افغانستانه سره تړاو لري، د مخنیوي لپاره بايد تيار اوسي.

د دې سازمان غړيو هېوادونو د هغو تهديدونو په اړه اندېښنه څرګنده کړه چې د بهرنيو ځواکونوله وتلو وروسته يې افغانستان سرچينه کېدای شي.

د روسيې ولسمشرولادیميرپوټين د افغانستان د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړه او د جمعي امنيت د سازمان له غړيو هېوادونو څخه يې غوښتنه وکړه چې له افغانستانه د تروريستي تهديدونو د مخنيوي لپاره بايد کافي تياری ولري.

د دې سازمان غړيو هېوادونو په خپله يوه اعلاميه کې ويلي چې د تروريزم او مخدره موادو د تهديدونو پر وړاندې د مبارزې لپاره د افغانستان له نوي حکومت سره کارکولو ته تياردي.

د روسيې جمهورريس پرون د دې سازمان په غونډه کې د خپلو خبرو پرمهال وویل:

″CSTO يا د جمعي امنيت سازمان باید له افغانستان سره خپلې زياتې همکارۍ ته دوام ورکړي او دا په داسې حال کې ده چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل د ټولې سیمې لپاره خطر زياتوي او همدا راز، اوسنی حالت د اندېښنې وړدی ځکه چې د اسلامي دولت سخت دريځې ډلې واحدونه په ځينو افغان ولايتونو کې جوړشوي دي او غواړي هلته اسلامي خلافت جوړکړي. تروريستان او سخت دريځي هڅې کوي چې په منځنۍ اسيا کې خپل فعاليتونه لا زيات کړي.″

د روسيې ولسمشر وويل، له افغانستان سره د تاجکستان د پولو ساتنې ته بايد بشپړه توجه وشي.

پوټين زياته کړه چې د جمعي امنيت سازمان بايد له افغانستان سره ګډ فعاليتونه ولري.

د قرغزستان جمهورريس الماس بېک اتامبايېف په خپله وينا کې وويل چې د افغانستان وضعيت ته او د جمعي امنيت سازمان د غړيو هېوادونو پولو ته نږدې، چې په کې پوځي نښتې کيږي، بايد ځانګړې توجه وشي.

د ده په وينا، د سولې او کاميابي ترلاسه کولو لپاره، دا د ټولو هېوادونو ګډه وظيفه ده چې په سيمه کې د امنيت د راوستلو لپاره خپل رول ولوبوی.

د روسيې ولسمشر، ولاديميرپوټين وویل چې دی د يوه بې پلوه او کاميابه افغانستان غوښتونکی دی او باورلري چې د افغانستان مشران به په دې هېواد کې د ثبات ټينګولو لپاره له هيڅ ډول هلو ځلو څخه مخ نه واړوي.

په مسکوکې د جمعي امنيت د سازمان د غړيو هېوادونو په نننۍ غونډه کې د روسيې، تاجکستان، ارمنستان او بله روس جمهور ريسانو خبرې وکړې.

XS
SM
MD
LG