که څه هم پروخت د ولسي جرګې د انتخاباتو د نه کیدو ځینې ګونګوسې اوریدل کیږي؛ خو د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي چې دا انتخابات به په ټاکلی وخت ترسره شي.
د دې کمیسیون ريیس یوسف نورستاني د یکشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل چې د ولسي جرګې انتخابات د اساسي قانون د موادو سره سم په ټاکلي وخت کې کیدونکي دي.
ده له حکومت او نړیوالې ټولنې وغوښتل چې په دې برخه کې ورسره مرستې وکړي:
"د انتخاباتو خپلواک کمیسیون تصمیم لري چې دا انتخابات په راتلونکي کال کې د انتخاباتو د قانون د درې اتیایمې مادې سره سم؛ د سرطان په لومړۍ نیټه ترسره او په کی له قانون څخه د سر غړونو مخه ونیسي.
په دې پروسه کې د حکومت اونړیوالې ټولنې مرستې غواړو."
ښاغلي نورستاني وویل، دوی د ولسي جرګې د انتخاباتو په اړه حکومت ته ویلي؛ خو حکومت په دې برخه کې له کمیسیون سره د همکاریو په هکله څه نه دي ویلي.
د انتخاباتو خپلواک کمیسیون په داسې حال کې پروخت د ولسي جرګې د انتخاباتو د کیدو خبرې کوي چې په روان کال کې د جمهوري ریاست د انتخاباتو نتایج او د ولایتي شوراګانو انتخابات له یو ځنډ او خنډ سره مخ شول.
د افغانستان د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې پیښو شویو ستونزو ته په کتو سره د افغانستان جمهور ريیس اشرف غني او اجرایي ريیس عبدالله عبدالله داځل په انتخاباتو کې د یولړ اصلاحاتو پر راوستلو تاکید کړی دی.
په عین وخت کې ټیفا یا د افغانستان د شفافو انتخاباتو بنسټ پر ټاکلي وخت د ولسي جرګې د انتخاباتو کیدل ناممکن ګڼي او د انتخاباتو له کمیسیون څخه غواړي چې دې انتخاباتو ته دې ترپخوا زیاته اماده ګې ونیسي.
د دې بنسټ ريیس محمد نعیم ایوب زاده ازادي راډیو ته وویل:
"د مدیریت، په انتخاباتو د خلکو د ګډون، تخنیکي چارو او امنیتي پلوه، ګرانه ده چې دا انتخابات دې پر ټاکلی وخت وشي او هغه دې ازاد، عادلانه اوشفاف اوسي.
موږ پیشنهاد کوو چې د لازمو اسانتیاوو د برابرولو په خاطر دې؛ د ولسي جرګې انتخاب وځنډول شي."
دا په داسې حال کې ده چې ولسي جرګه هم انتخاباتو کې د سرغړونو د مخنیوي لپاره د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د تشکیلاتو؛ دندو او صلاحیتونو په قانون کې ځینې بدلونونه راوستل غواړي.
د افغانستان انتخاباتي کمیسیونونه، د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې له ځینو درغلیو سترګې نه پټوي؛ خو وايي چې، ترډیره ځایه يې خپلی دندې په ښه توګه ترسره کړي دي.
څیړونکي وايي، که حکومت پروخت د ولسي جرګې انتخاباتو ته لازمې زمینې برابرې نه کړي؛ د انتخاباتو په بهیربه د خلکو باور کم شي.
راپور: خان محمد سیند