نړېوالو ورځپاڼو په نننیو ګڼو کې د تروریزم پروړاندې د افغانستان او پاکستان د عملیاتو په اړه مطالب خپاره کړي دي.
د نیوانډین اکسپرس:
د نیوانډین اکسپرس نشریې په پرونۍ ګڼې کې یو مطلب لیکلی چې نوم یې دی: "پاکستان او افغانستان به په همغږي ډول عملیات پر مخ وړي."
نشریې د پاکستان د یوه لوړ پوړي امنیتي سلاکار له قوله لیکلي چې وایی؛ تر دې وروسته به افغانستان او پاکستان دواړه د وسله والو مخالفینو په وړاندې ګډ نه بلکې همغږي عملیات ترسره کوي او زیاتوي چې دواړه هیوادونه به په خپله خاوره کې عملیات تنظیموي.
نشریه لیکي، په بهرنیو چارو کې د پاکستان د صدراعظم سلاکار سرتاج عزیز دا څرګندونې وروسته له دې کړي چې پاکستاني ځواکونو په قبایلي سیمو کې د طالبانو پر وړاندې عملیات ډیر کړي دي او د لیکوال په خبره؛ په دوو ورځو کې نژدې پنځوس تنه وسله وال مخالفین یې وژلي دي.
نشریه لیکي، سرتاج عزیز په اسلام آباد کې خبریالانو ته ویلي چې افغانستان او پاکستان دواړو موافقه کړې چې په خپلو سیمو کې به د ټروریزم پر وړاندې دریږي او چاته به اجازه نه ورکوي؛ د دوی خاورې د یو بل پر ضد استعمال شي.
دغه دواړه هیوادونه شاوخوا ۲۶۰۰ کیلومتره ګډه پوله لري او د لیکوال په خبره دواړه هیوادونه د یوه داسي میکانیزم په اړه خبره کوي چې د وسله والو مخالفینو د غیر قانوني کړنو مخه ونیسي.
د نیو انډین اکسپرس زیاتوي؛ د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال راحیل شریف یوه ورځ وروسته له هغه افغانستان ته بیړنی سفر وکړ چې د وسله والو طالبانو یوې ډلې په پیښور کې پر یوه ښوونځي په برید سره تر ۱۴۰ ډیر کسان ووژل چې ډیره برخه یې ماشومان وو.
نشریه د ځینو منابعو چې نوم یې نه دی ښودلی؛ په حواله وایي چې د پاکستان امنیتي چارواکو هغه شواهد له افغان چارواکو سره شریک کړل چې د پیښور له پیښې سره تړاو لري.
دغو منابعو ویلي، په دې شواهدو کې په افغانستان کې د میشتو طالبانو ټلیفوني مکالمې وې چې په پیښور کې پر ښوونځي د برید په اړه یې لارښونه کوله.
د نشریې په خبره کابل هیڅ کله دا نه مني چې پاکستاني طالبان د افغانستان په خاوره کې پټ شوي وي.
د نیوانډین اکسپرس دغه راز د سرتاج عزیز په حواله لیکي چې وایي؛ افغان ولسمشر تیره میاشت پاکستان ته د خپل سفر پرمهال ژمنه کړې وه چې هیڅ کله به پرې نږدې د دغه هیواد سرحد د تروریزم لپاره وکارول شي.
نشریې د سرتاج عزیز هغه څرګندونې هم راخستي چې وایي؛ افغان او پاکستاني چارواکي به په راتلونکو دوو اونیو کې سره وګوري او د ګډې پولې د کنټرول لپاره به پر موثرو لارو چارو خبرې وکړي.
سرتاج عزیز دغه راز ویلي چې پاکستان د نړۍ هغه هیواد دی چې تر ټولو ډیر تروریزم ځپلی دی.
ګلف ټوډې:
د عربي متحده اماراتو نشریې ګلف ټوډې هم د افغانستان د امنیت په اړه یو مطلب خپور کړی او وایي فرانسه خپل وروستي سرتیري له افغانستان څخه باسي.
ګلف ټوډې وایي، د ډسمبر پر ۳۱ له کابل څخه د ۱۵۰ فرانسوې سرتیرو په وتلو سره په افغانستان کې د دغه هیواد دیارلس کلن ماموریت پای ته رسیږي.
نشریه د فرانسې د پوځ د یوه ویاند له قوله لیکي چې وایي:
"موږ د ۲۱۰۰۰ افسرانو او متخصصینو په روزنه کې مرسته او همکاري کړې ده."
په افغانستان کې د ناټو ماموریت د روانې میاشتې په پای کې ختمیږي؛ خو شاوخوا ۱۲۵۰۰ بهرني سرتیري چې ډیری به یې امریکایان وي په ۲۰۱۵ کال کې په دغه هیواد کې پاته کیږي او رول به یې تر ډیره دافغان ځواکونو ملاتړ وي.