د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۰

"د افغانستان او پاکستان طالبان په جګړه کې ماشومان قرباني کوي"


نړېوالو ورځپانو په افغانستان او پاکستان پر ماشومانو د وسله والو طالبانو د وروستیو بریدونو په اړه مطالب خپاره کړي دي

کرسچن ساینس مانیټور ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې یو مطلب لیکلی چې نوم یې دی: "د افغانستان او پاکستان طالبان د خپلو دښمنانو په وړاندې جګړه کې ماشومان قرباني کوي."

ورځپاڼه لیکي، په هغو دوو بریدونو کې چې په نژدې یوې اونۍ کې وشوه؛ یو ښوونځی په کابل او بل په پیښور کې په نښه شوه او د لیکوال په خبره طالبان غواړي په دې ډول مسولینو ته ضربه ورکړي.

ورځپاڼه زیاتوي، له یوې خوا افغانستان او امریکا، پاکستان تورنوي چې طالبانو ته یې پناه ورکړې ده او د هغوی ملاتړ کوي او له بلې خوا ښایي په پاکستان کې د افغان طالبانو ملاتړي د افغانستان حکومت د واشنګټن او ډهلي استازی وګڼي.

خو ورځپاڼه لیکي چې په دې ټولو په اصطلاح نیابتي جګړو کې یو حقیقت څرګند دی؛ هغه دا چې د دواړو لورو طالبان په بې مخۍ سره ماشومان تر برید لاندې نیسې.

کرسچن ساینس مانیټور زیاتوي دغه ډول جګړې داسې دي چې ټول بشریت یې په یوه غږ د ختمیدو غوښتنه کوي.

پر دې سربیره ورځپاڼه لیکي چې په دغو جګړو کې یوازې ماشومان تر برید لاندې نه راځي؛ بلکه د دواړو هیوادونو طالبان له خپلو ماشومانو هم د برید کوونکي او انتحار کوونکي په توګه کاروي.

د بروکنګز انسټیټیوټ نشریه:

د بروکنګز انسټیټیوټ نشریې یو مطلب خپور کړی چې نوم یې دی: "په افغانستان کې د جګړې د ختمېدو پلان یوه بله ارزونه"

نشریه د دې مطلب په یوه برخه کې لیکي؛ په افغانستان کې د امریکا د تاریخ تر ټولو اوږده جګړه د روانې میاشتې په پای کې ختمیږي او زیاتوي، دافغانستان پوځ چې د امریکا او ناټو په مرسته جوړ شوی؛ تر دې وروسته د جګړې مسوولیت اخلي.

د دې مطلب د لیکوال په باور؛ په دې حساسه مرحله کې یوه اساسي ستونزه پر ځای پاته ده یعنې؛ پاکستان لا هم د افغان طالبانو ملاتړ کوي او د هغه هیواد د استخباراتو اداره آی اس آی ورته پناه ورکړې ده.

لیکوال په دې باور دی چې د پاکستان استخبارات په مستقیم ډول له افغان طالبانو سره د برید د هدف په ټاکلو کې همکاري کوي او له عربي هیوادونو څخه طالبانو ته د پیسو په راټولو کې رول لري.

نشریه لیکي، پوښتنه دا ده چې آیا له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته افغان پوځ دا وړتیا لري چې د طالبانو د بریدونو په وړاندې مقاومت وکړي؟

د بروکنګز انسټیټیوټ نشریه د دې پوښتنې ځواب هم لیکلی او وایي د آی اس آی پوځي تحلیلونه تل کمزوري دي او دا ځل هم دا خبره موثقه نه ده چې دغه اداره د افغان پوځ وړتیا تر هغه کمزورې ارزوي چې لري یې او په مقابل کې یې طالبان تر خپل حد ډیر ځواکمن بولي.

په داسي حالت کې د لیکوال په خبره د امریکا متحده ایالات باید په افغانستان کې د جګړې د ختمیدو وروستی پلان په دې اساس طرح نه کړي چې د امریکا په راتلونکو انتخاباتو کې څه پیښیږي؛ بلکه باید د دې جګړې برخلیک د جګړې د ډګر د واقعیتونو پر اساس وټاکي.

نشریه دا هم لیکي چې د افغانستان ولسمشر هم باید له هندوستان سره لانژدې اړیکي وپالي او هند له سعودي عربستان او عربي متحده اماراتو سره د خپلو اړیکو څخه په استفادې پر پاکستان فشار راوړي چې په دې برخه کې همکاري وکړي.

د بروکنګز انسټیټیوټ نشریه د مطلب په پای کې لیکي چې په افغانستان کې به ډیر ژر یوه حساسه او برخلیک ټاکونکې شیبه راشي چې نتیجه یې تر اوسه ښکاره نه ده.

لیکوال زیاتوي، په داسې حالت کې واشنګټن، کابل او ډهلي باید د دې لوبې د یوه ډاډمن پای ضمانت وکړي او د پاکستان د رول په اړه هم بیځایه تصور ونه لري.

XS
SM
MD
LG