د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۶

اوباما به پر روسيې د نویو بندیزونو لایحه اوشیح کړي


سپینه ماڼۍ وايي، ولسمشر باراک اوباما به په څو ورځو کې پر روسيې د نویو بندیزونو لایحه چې د کانګریس دواړو مجلسونو تصویب کړې ده؛ توشیح کړي.

د دغې لایحې له مخې به د روسيي د انرژۍ او په دفاعي سکتورونو نوي بندیزونه ولګیږي.

دغه راز د نوې لایحې پر اساس د روسيي د تیلو د صنایعو د پرمختللې ټکنالوژۍ برخه به همد بندیزونو په دایره کې شامله شي.

د سپینې ماڼۍ ویاند جوش ارنسټ د سه شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل:

"زه پیش بیني کوم چې دا لایحه به د روانې اونۍ تر پایه پورې توشیح شي."

که څه هم چې پر روسيې د نویو بندیزونو لایحه له تخنیکي نظره اجباري نه ده؛ خو اوکراین تهد ۳۵۰ سوه میلیونه ډالرو په ارزښت د ټانک او زغره والو وسایلو ضد وسلو؛ بې پیلوټه اکتشافي الوتکو او نورو مهماتو د ورکولو اجازه ورکوي.

اخوا بیا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري د سه شنبې په ورځ په لندن کې وویل چې روسيې په دې وروستیو کې د اوکراین د مسالې په اړه مثبت ګامونه پورته کړي دي:

"بندیزونه د دې لپاره لګول شوي چې د روسيې ولسمشر پوټین د نویو انتخابانو غوره کولو ته راوبولي. دا بندیزونه څو میاشتې هم لرې کیدای شول؛ دا بندیزونه په څو اونیو او څو ورځو کې لرې کیدای شي."

جان کري وویل، لویدیځ نه غواړي د روسیې خلک زیانمن شي او هیله مند دی چې د اوکراین په اړه له مسکو سره په خبرو کې پرمختګ وشي.

په همدې حال کې د روسيي د بهرنیو چارو وزیر د سه شنبې په ورځ په پاریس کې وویل؛ زیات دلایل شته چې له مخې دا فکر کیداۍ شي چې د لویدیځ د بندیزونو هدف په روسیه کې د رژیم د بدلون دی:

"زه تاسو ته ډاډ درکوم چې روسیه به نه یوازې ژوندۍ پاتې شي؛ بلکې له دې مسالې څخه به په پیاوړي ډول ووځي. موږ د تاریخ په اوږدو کې له دې څخه په سختو شرایطو کې پاتې شوي یو او هر ځل ترې پیاوړی بهر شوي یو."

ټاکل شوې وه چې د روسيي، اوکراین، د دوه بیلتون غوښتونکو سیمو او اروپايي ټولنې ترمنځ د خبرو اترو نوی پړاو تیره اونۍ د بلاروس په مرکز مینسک کې ترسره شي خو دا خبرې وځنډیدې.

XS
SM
MD
LG