د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۰

امریکا غواړي پر روسیې نوي بندیزونه ولګوي


امریکا په اوکراین کې د روسیې د مداخلې په خاطر پرمسکو د نویو بندیزونو د لګول کیدو خبر ورکوي.

سپینه ماڼۍ وایي، ولسمشر بارک اوباما به د روانې اونۍ تر پایه هغه قانون توشیح کړي چې په اوکراین کې د روسیې د کړو وړو په خاطر پر مسکو نوي بندیزونه لګوي.

د سپنې ماڼۍ ویاند جاش ایرنیسټ دغه اعلان پرون په واشنګټن کې وکړ.

د امریکا کانګرس د ډسبمر په ۱۳مه د یوه قانون مسوده تصویب کړه چې د روسیې د دفاعي او انرژۍ پرسکتورونو نویو بندیزونو لګولو ته اجازه ورکوي. په نویو بندیزونو کې د روسیې د وسلو پر صادراتو او د تیلو په مختللو پروژو کې پر پانګوونې بندیزونه هم شامل دي.

د کانکرس له خوا په تصویب شوې مسوده کې؛ دغه راز د اوکراین پوځ ته د درې نیم سوه میلیون ډالرو په ارزښت د ټانک او زغروالو وسایلو ضد وسلو، مهماتو او اکتشافي بې پیلوټه الوتکو په ګډون د دفاعي وسایلو د ورکولو اجازه هم ورکړل شوې؛ خو له تخنیکې پلوه هغه اجباري نه ده.

سپینې ماڼۍ تراوسه د کیف غوښتنې ته چې له واشنګټنه یې جنګي مرسته غوښتې؛ د "نه" ځواب ورکړی دی.

دغه اعلان داسې مهال کیږي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري وویل؛ روسیې په وروستیو ورځو کې د اوکراین د کړکیچ په اړه موثر اقدامات کړي؛ خو یوځل بیا یې تاکید وکړ چې پر روسیې د لویدیځ د لګول شویو بندیزونو هدف دا دی چې روسیه اړه کړي چې په اوکراین کې له مداخلې لاس واخلي.

کري په لندن کې خبریالانو ته وویل چې لویدیځ نه غواړي د روسیې خلکو ته زیان ورسوي.

"موږ نه غواړو چې په دې کې د روسیې خلک ضرر وویني؛ دا زموږ هدف نه دی، زموږ هیڅ اقدام په ځانګړی ډول خلک نه دي په نښه کړي؛ خو دا درسته ده چې دغو اقداماتو البته هغو انتخابونو چې حکومت کړي؛ پر دوی هم اغیز کړی او دا موږ درک کولای شو."

کری وویل، هیله من دی چې د اوکراین د کړکیچ په اړه له روسیې سره د دوی خبرې پرمختګ وکړي او زیاته یې کړه چې واشنګټن د روسیې د روبلو د ارزښت کمېدل هم له نژدې تعقیبوي.

کري وویل، د روسیې روبل خپل ارزښت ځکه له لاسه ورکوي چې له یوې خوا د دې هیواد پراقتصاد د لویدیځ لګول شویو بندیزونو اغیز کړی او له بلې خوا هم په نړیوال مارکيت کې د تیلو بیه رالویدلې ده.

په عین حال کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر پرون په پاریس کې په دې خبرې تاکید وکړ چې د دې انګیرنې لپاره چې د لویدیځ د لګول شویو بندیزونو هدف د مسکو د رژیم بدلول دي؛ ډېر قوي دلایل شته.

لاوروف د فرانسې له ۲۴ ټلویزیوني چینل سره په خبرو کې دغه راز دا ومنله چې دغو بندیزونو روسیه زیانمنه کړې؛ خو زیاته یې کړه چې دی دا په یقین ویلی شي چې روسیه به له دغه حالته نه یواځې ووځي؛ بلکه نوره به هم قوي شي.

XS
SM
MD
LG