د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۴

ولې د کابل د تاریخي ماڼیو د بیارغونې چارې نه دي پیل شوي؟


د کابل یو شمیر اوسیدونکي شکایت کوي چې د څو کلونو په تیریدو لا هم د تاریخي ماڼیو د بیا رغونې کارونه نه دي پیل شوي.

سره له دې چې د کابل ښارولی د ډيرې مودې راهیسې د دارالامان؛ چهلستون او تاج بیک د تاریخي ماڼیو د بیا رغونې ژمنه کړې؛ خو عام خلک وایي، تر اوسه د دې تاریخي ځایونو په بڼه کې هیڅ بدلون نه دی راغلی.

د دې لپاره چې وګورو د دې ځایونو د بیاررغونې کارونه کوم ځای ته رسیدلي د شنبې په ورځ د دارالالمان او تاج بیک ماڼيو ته لاړو چې په لیدو یې د کوم نوي تغیر یا بیا رغونې څه څرک نه ښکارېده.

د دارالامان ماڼې د لیدو لپاره فضل حق د کونړ له ولایته راغلی و او ورڅخه مې پوښتنه وکړه چې په کوم نیت راغلی او دلته څه ویني؟ هغه راته وویل:

"څه موده مخکې راغلی وم او اوازه وه چې پیسې ورته جمع شوي دارالامان ماڼي بیا جوړیږي اوس چې راغلم هماغسې ګډوډ دی او کار پرې نه دی شوی."

خلک اندیښنه لري چې د دوی له خوا د دې ځایونو د رغولو لپاره جمع کړای شوي پیسې به د چارواکو شخصي جیبونو ته تللي وي او ځکه د دې تاریخي ځایونو د رغولو لپاره کوم اقدام نه کیږي.

د ښوونځي زده کوونکي محمد رضا ازادي راډيو ته وویل؛ درې کاله وړاندې یې په همدې هدف ښوونځي ته هیات ورغلی و او ده هم پیسې ورکړې وې؛ خو اوس چې د دارالامان ماڼۍ په هماغه حالت ویني تعجب کوي:

"زموږ د ښوونځي نه غوښتنه شوې وه چې د هلک په سر پنځوس افغانۍ جمع کړي چې د دارالامان ماڼۍ رغول کیږي؛ نن دلته راغلم، خو وینم چې هیڅ کار نه دی شوی؛ څلور کاله پخوا هم همداسې وه او اوس هم."

د دارالامان، چهلستون او د تاج بیک د تپې ماڼۍ د افغانستان تاریخي ارزښتناک ځایونه ګڼل کیږي چې په اویایمو لسیزو کې د کورنۍ جګړو له امله وران او لا هم کنډواله پاتې دي.

خو د کابل ښاروالۍ درې کاله وړاندې اعلان وکړ چې د افغانستان دا ویاړلي ځایونه به خپله د افغانانو په مالي مرستو رغوي.

د کابل ښاروالی هغه وخت د همدې هدف لپاره په پښتني بانک کې بانکي حساب پرانست چې د پخواني جمهور رییس حامد کرزي په شمول د کابینې او ملي شورا یوشمیر غړو او عامو افغانانو د دې تاریخې ځآیونو د بیا رغونې لپاره پیسې جمع کړې.

خو د دومره ځنډ له تیریدو وروسته د کابل ښاروالۍ وایي؛ د دې ځایونو د بیارغونې لپاره یې لومړني کارونه تر لاس لاندې نیولي دي.

د کابل ښاروال محمدیونس نواندیش د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل؛ هغه پیسې چې خلکو جمع کړي؛ لږې دي، خو د کابل ښاروالۍ په مالي لګښت د تاریخي ماڼیو د بیا رغونې اراده لري چې زر به عملي شي.

"موږ هغهARDF[ اې ار ډي ایف] له لارې اعلان ته سپارلي دي؛ د دواطلبۍ وخت یې بشپړ شوی او شرکتونو په کې برخه اخستې وه. موږ اوس ارزیابي ته منتظر یو چې څوک کولای شي هغه په تخنیکي او تخصصي ډول ښه ورغوي او څوک دا تواناني لري چې دا ماڼۍ ورغوي او ورسره قرارداد لاسلیک کیږي."

تیرو دیرش کلنو کورنیو جنګونو د نور ټولو زیانونو تر څنګ د دارالامان، تاج بیک او چهلستون تاریخي ماڼیو څیرې هم بدلې کړي چې اوس هم د دې ماڼیو په لیدو فکر تیرو جنګونو ته ګرځي.

په همدې حال کې لرغون پوهان د تاریخي ځایونو په هماغه پخواني ډول بیارغولو ټينګار کوي او وایي چې حکومت باید د تاریخي ځایونو په تیره بیا د دارالامان، چهلستون او تاج بیک ماڼيو د ساتلو او بیا رغونې لپاره په وخت جدي اقدامات وکړي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG