د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۱

"وروستیو حملو د افغان امنیتي ادارو پر توانمندۍ زیات انتقادونه پارولي"


زیات شمیر لویدیځو ورځپاڼو او خپرونو په کابل کې د فرانسې په کلتوري مرکز کې د پنجشنبې ورځې د ځانوژونکې حملې په اړه مقالې او مطالب خپاره کړي دي.

ګارډین:

ګارډین لیکلي، ځانوژونکي چې یو ځوان هلک و؛ چاودونکي مواد په خپلو داخلي جامو کې ځای پر ځای کړي وو.

ورځپاڼې د کابل د امنيې د قومندان په حواله ویلي چې برید کوونکی ۱۶ کاله عمر درلود.

ګارډین زیاتوي، په کابل او د افغانستان په نورو سیمو کې وروستیو حملو د افغان امنیتي ادارو پر توانمندۍ زیات انتقادونه پارولي دي.

ډېلي تلګراف

ډېلي تلګراف لیکلي، د افغانستان پایتخت په داسې حال کې د چاودنو او وسله والو بریدونو شاهد دی چې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو جنګي ماموریت په څو ورځو کې پای ته رسیږي.

د ورځپاڼې په خبره طالبان غواړي په دې بریدونو سره افغان امنیتي ځواکونه له چیلنجونو سره مخامخ کړي.

ټایمز:

ټایمز ورځپاڼې په کابل کې د فرانسې په کلتوري مرکز د شوې ځانوژونکې حملې په اړه د فرانسې د ولسمشر څرګندونې نکل کړي دي.

فرانسوا اولاند ویلي دا حمله د دې څرګندویه ده چې ټروریستان د خلکو پر کلتور هم بریدونه کوي.

د ورځپاڼې په وینا، د فرانسې کلتوري مرکز په ۱۹۷۲م کال کې د کابل په استقلال لیسه کې جوړ شوی دی.

ګارډین:

ګارډین ورځپاڼې په یوه بل مطلب کې لیکي؛ کابل د نړی په سطحه پینځم مخ په پراختیا ښار دی.

ورځپاڼه وايي، له ۲۰۰۱ کال راپدیخوا د کابل نفوس څلور چنده زیات شوی دی.

د مقالې لیکونکي د بې ځایه کورنیو په اړه لیکلي چې زیاتره يې په کابل کې ځای پر ځای شوي دي.

ګارډین وايي، د افغانستان د نفوس شمیرنه د وروستي ځل لپاره په ۱۹۷۹م کال کې شوې او له هغې وروسته احصايې اکثره تخمیني دي.

ورځپاڼه زیاتوي، په ۲۰۰۱م کال کې په کابل کې یو عشاریه یو میلیون کسانو ژوند کاوه؛ خو اوس د دې ښار د اوسیدونکو شمیر ۶ میلیونو ته لوړ شوی دی.

په کابل کې د کډوالو لپاره د ناروې د یوې ټولنې مسوول پراسنات نایک ګارډین ته ویلي؛ د ښار اوسنۍ وضیعت د کابل د زیر بناو او منابعو په برخه کې ستونزې پیدا کړي او دې ستونزو د افغانستان د پایتخت د امنیت ټینګښت هم ستونزمن کړی دی.

XS
SM
MD
LG