د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۵ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۱۶

د لیکوال احسان ارینزي کتاب″د نړۍ هینداره″ به بیا چاپ شي


په پام کې ده چې د افغان لیکوال احسان ارینزي لیکلی کتاب″د نړۍ هینداره″ بیا چاپ شي.

په دې مقصد د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د یو شمېر لیکوالو په ناسته کې د یاد کتاب پر اهمیت خبرې وشوې او پریکړه وشوه چې په راتلونکي چاپ کې یې تیرې نیمګړتیا پوره او هڅه دې وشي چې د نړۍ وروستي بدلونونه په کې هم زیات شي.

د کتاب لیکوال ارینزي ومنله چې په راتلونکي چاپ کې به د ټولو متخصصینو پیشنهادونه په پام کې نیسي.

که څه هم د افغان لیکوال او ژورنالیست احسان اله ارینزي کتاب ″د نړۍ هینداره″ پخوا هم چاپ شوې خو لیکوال پریکړه کړې چې په هېواد، سیمه او نړۍ کې د بدلونونو او پرمختګونو په پام کې نیولو سره، دغه کتاب یو ځل بیا چاپ کړي.

په دې مقصد د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د تاریخ، جغرافیې، سیاست اقتصاد، ټولینزو چارو او ادبیاتو د استادانو او متخصصینو یوه علمي او مسلکي ناسته جوړه شوې وه څو د نړۍ د هیندارې تیرې نیمګړتیاوې پوره او لا انکشاف ورکړل شي.

سره له دې چې ماهرینو د نړۍ هینداره یوه ستره معلوماتي منبع وبلله خو په تیر چاپ کې یي یو لړنیمګړتیا ته هم اشاره وکړه او هیله یې وکړه چې نوي چاپ کې تکرارنه شي.

د افغانستان د علومو د اکاډمۍ غړي ډاکټر شریف ځدراڼ وویل:

″په وروستیو کلونو کې د هېواد اداري تشکیلات پراخ شوي ځیني نوي ولسوالۍ جوړې شوي خو په دې کتاب کې نشته هیله په نوي چاپ کې ټول اداري تشکیلات په دقت سره ځای شی، بله دا چې دا یو دایره المعارف دی ښه به وي چې په نوي چاپ کې د متخصصینو مشورې واخیستل شي.″

د احسان اله ارین زي تالیف ″د نړۍ هینداره″د نړۍ د پنځه وچو اسیا، اروپا، افریقا امریکا او استرالیا د ټولو هېوادونو، د تاریخ، جغرافیي، فرهنګ، اقتصاد سیاست، نفوسو، پرمختګونو او داسې نورو حالاتو او بدلونونو په اړه معلومات ورکوي.

متخصصینو په خپلو مقالو کې وویل، د نړۍ هینداره کولای شي له څیړونکو سره د نړۍ د ټولوهېوادونو په هر اړخیزې پيژندګلوۍ کې مرسته وکړي.

دا کتاب اوس مهال پنځه ټوکه او څه باندې شپږ زره مخونه لري

د مولف په خبره په دې کتاب يي کابو څلویښت کاله زیار ایستلی دی.

ښاغلی ارینزي وویل، د نړۍ هیندارې په نوي چاپ کې به د متخصصینو نظریات او پیشنهادونه په پام کې ونیسي:

″دا کتاب ما له یو زرو درې سوه پنځه پنځوسم کال راهیسي پیل کړی، په اماتور شکل مې مخ ته وړی، په نوي چاپ کې د افغانستان روابط له نورو هېوادونو سره، نوي تشکیلات، په دنیا کې نوي بدلونو نه او داسې نور ټول وضعیتونه په پام کې نیسم.″

ارین زي دا هم وویل، د کتاب په چاپ کې ورسره دولتي ادارو، نه یوازې دا چې مرسته نه ده کړې، بلکې علاقمندي یې هم ورسره نه ده ښودلی.

د نړۍ هیندارې د نوي چاپ لګښت د افغان بیسیم مخابراتي شرکت په غاړه اخیستی دی.

کارپوهان وايي، په افغانستان کې د علمي او معلوماتو کتابونو چاپولو ته هڅې کمزورې دي.

دوې تاکید کوي چې دولت دې د هېواد متخصصین نویو علمي او مسلکي څیړنو او د نویو علمي کتابونو چاپولو ته وهڅوي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG