د عراق په پارلمان کې د یزیدي اقلیت یوازینۍ غړې له امریکا غواړي چې د دوي خلک د اسلامي دولت سخت دریځي ډلې له تاوتریخوالي وژغوري.
ویان دخیل له ازادۍ راډیوسره په خبروکې پرامریکا غږ وکړ چې د هغو پینځو زرو یزیدي میرمنو او نجونو د خلاصون لپاره اقدام وکړي چې دا مهال د اسلامي دولت په نامه ډلې برمته نیولي دي.
د عراق په پارلمان کې د یزیدي اقلیت غړې ویان دخیل وايي، دا له یو شمېرهغو نجونو سره چې د اسلامي دولت په نامه وسله والې ډلې برمته کړي، په تماس کې ده.
میرمن دخیل چې د سې شنبې په ورځ يې په واشنګټن کې څرګندونې کولې، وايي برمته شوو نجونو ورته ویلي چې په ورځنۍ ډول د اسلامي دولت په نامه د وسله والو له خوا شکنجه او جنسي تیري پرې کیږي.
د عراق د یزیدي اقلیت دا استازې له امریکا غواړې چې د برمته شوو نجونو او میرمنو د خلاصون لپاره که له پوځي او هرې لارې کیږي اقدام وکړي.
ویان دخیل له متحده ایالاتو وغوښتل چې یزدي وګړو ته وسلې او مهمات ورکړي څو د اسلامي دولت په نامه د وسله والې ډلې پر وړاندې له ځانه دفاع وکړي.
هغې زیاته کړه چې دا مهال شاوخوا ۷۰ یزیدي کورنۍ د عراق په شمال کې د سنجان په غروه کې بند پاتي دي.
ویان دخیل په تیره اګسټ میاشت کې وروسته ترهغې د نړېوالو پام ځان ته جلب کړچې د عراق د پارلمان په غونډه کې يې په احساساتي ډول د خپلو خلکو د ژغورلو لپاره غږ پورته کړ.
د عراق د پارلمان دغې غړې له ازادۍ راډیوسره په خبروکې وویل، د اسلامي دولت په نامه پرسخت دریځۍ ډلې د نړېوال ائتلاف هوايي بریدونه په لومړي سرکې ډیر ګټور وو.
هغې په دې اړه چې، ویل کیږي ایران هم د اسلامي دولت پر وسله والو بمباري کړې ده، وویل هرڅوک چې د دغې ډلې پرضد ګام اخلي دا پرې خوشحالیږي.
ویان دخیل چې اوس يې د عراق د یزیدي اقلیت د یوازیني غږ بڼه غوره کړې ده په واشنګټن کې د خپلو خلکو د ستونزو په اړه د سنا د مجلس استازو ته معلومات ورکړل او ټاکل شوې ده چې له امریکايي مقاماتوسره هم وویني.
ویان دخیل د یزیدي اقلیت د مینځه تلو د مخنیوي او د ستونزو د پایته رسیدو لپاره د اوږود مهاله حل غوښتنه وکړه.