د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۷ کب ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۷

د سي ای اې د شکنجو په اړه د یو شمېر هېوادونو انتقادونه


د امريکا پرمتحدو ايالتونو وروسته له دې د ملګروملتو، افغانستان او يو شمېر نورو هيوادونو له لوري انتقادونه وشول چې د دغه هېواد مشرانو جرګې د سي ای اې د شکنجې د شېوو په اړه راپور خپور کړ.

د امريکا ځينو دوستانو هم د سي اي اې له لوري د بنديانو پر تعذيبولو، چې د پخواني ولسمشر جورج ډبليو بوش د حکومت په مهال شوي، انتقادونه کړي دي.

د جرمني د عدليې وزير هيکو ماس د جرمني بيلد ورځپاڼې ته د سي آي اې شکنجې وحشتناکې بللې، او ويلي يې دي:

«هيڅ شی د شکنجې دا ميتودونه توجيه کولای نه شي. هر څوک چې په کې لاس لري بايد قانوناً تعقيب شي.»

د ملګروملتو د بشري حقونو لوی کميشنر زيد رعد الحسين وويل، د شکنجې ضد کنوانسيون پر اساس ان هغه دولت چې په جګړه کې ښکېل وي هم شکنجه نه شي توجيه کولای.

ده همدا راز وويل، ټول هغه امريکايي چارواکي او د سي اي اې مامورين، چې د پخواني ولسمشر جورج ډبليو بوش د حکومت په مهال يې د بنديانو د شکنجه کولو اجازه ورکړې ده، بايد تعقيب شي.

د سپينې ماڼۍ ويندويې وويل، د متحدو ايالتونو د عدليې وزارت د بنديانو پر تحقيقاتو غور کړي او داسې دليل يې نه دی موندلای چې د چا پرخلاف د جرم تور ولګوي.

د امريکا ولسمشر بارک اوباما د سې شنبې په ورځ د دغه راپورله خپرېو وروسته د امريکا يوې تلويزيوني شبکې ته په مرکه کې وويل:

«د مشرانو جرګې په راپور کې ځينې ليکل شوي تاکتيکونه بې رحمانه ول، څنګه چې مې مخکې ويلي دي، زما ذهن يې هم شکنجه کړ، مګر موږ داسي نه يوو.»

چين، ايران او شمالي کوريا، چې تل د امريکا او لوېديځ له لوري د بشري حقونو په سرغړونې او د بنديانو پر شکنجه کولو غندل کېږي، امريکا د بشري حقونو د سرغړونې په خاطر ملامته کړه.

د ايران مذهبي مشر آيت الله خامنه يي ويلي چې د امريکا د مشرانو جرګې له لوري خپور شوي راپور وښودله چې د امريکا حکومت د بشريت پر ضد د بې رحمۍ سمبول دي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت ويندوي هونګ لي پرون د امريکا د مشرانو جرګې له لوري پر خپور شوي راپور د خپل هيواد دريځ څرګند کړ، ويې ويل:

«موږ اړوند راپور ته توجه وکړه. چين پر له پسې له شکنجې سره مخالفت کړي. موږ باور لرو چې امريکايي لوري بايد په دې عکس العمل وښيي، خپله شيوه بدله کړي او په کلکه د اړوندو نړيوالو کنوانسينونو مقررات تعقيب او ورته درناوي وکړي.»

د افغانستان ولسمشر اشرف غني هم پرون د سي آي اې د يو شمېر مامورينو له لوري د بنديانو شکنجه وغندله او د شکنجه شويو افغانانو په اړه يې د معلوماتو غوښتنه وکړه.

XS
SM
MD
LG