د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۵ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۱۶

ساپی: د کندز د خان اباد د جګړې له امله ۲۵ کلي ترګواښ لاندې دي


په ولسي جرګه کې د کندز استازي وايي، د دې ولایت په خان اباد ولسوالۍ کې له تېروڅو ورځو راپدې خوا د غیرمسوولو وسله والو ډلو ترمنځ جګړه روانه ده.

دوی په کابل کې له اړوندو ارګانونو غواړي چې د دې جګړې د ژر درېدولو لپاره دې چټک اقدام وکړي.

د خان اباد ولسوال حیات الله امیري بیا وايي چې جګړه اوس درېدلې او تر اوسه په جګړه کې لسو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې ډېری یې ملکیان دي.

په کندزکې د غیرمسوله وسله والو د فعالیتونو او ځورونو په اړه یو ځل بیا شکایتونه زیات شوي دي.

په ولسي جرګه کې د دې ولایت استازي وايي، چې په خان اباد ولسوالۍ کې د دوو غیرمسوله وسله والو ډلو ترمنځ د جګړې له امله په سلګونه کورنۍ کډه کولو ته اړ شوي دي.

په ولسي جرګه کې د کندز وکیل کمال ساپي د چهارشنبې په ورځ د دې جرګې په عمومي غونډه کې وویل چې د دې جګړې له امله د خان اباد پنځویشت کلي ترګواښ لاندې دي:

″نن پنځمه ورځ دی چې د کندز په خان اباد ولسوالۍ کې جګړه روانه ده د لویو او وړو مرمیو باران وریږي، ولسوالۍ راته وویل چې له قومندانۍ نه په پنځه ویشت متري کې جګړه روانه ده.″

په ولسي جرګه کې د کندزاستازې فاطمه عزیز بیا وایي، چې په جګړه کې له ښکېلو خواو څخه ځیني حکومتي چارواکي او پخواني جهادي قوماندانان ملاتړ کوي:

″په دې سړه هوا کې سلګونه تنه له کورونو په ژړا ګانو وتلي، په هرشکل چې کیږي حکومت باید د دې جګړې مخه ونیسي د خدای په لحاظ د خان اباد ولسوالۍ خلک تبا شول مرستې ورسره وکړی.″

اغلې عزیز وویل، حکومت باید د دې جګړې ختمیدو ته جدي اقدامات وکړي او په کې ښکیل کسان د قانون منګولو ته وسپاري.

هڅه مو وکړه، چې په دې اړه د کورنیو چارو وزارت نظر را واخلو، خو له پرله پسې هڅو سره سره د دې وزارت مسولین خبرې کولو ته حاضر نه شول.

خو د کندزد خان اباد ولسوال حیات الله امیري ازادۍ راډیوته وویل جګړه د دې ولسوالۍ د چارتوت په سیمه کې د دوو غیرو مسولو وسله والو ډلو ترمنځ له څلورو ورځو راهیسې روانه وه، چې د چهارشنبې په شپه پای ته ورسیده:

″له څلورو ورځو راهیسې جګړه روانه وه چې بیګاه شپه ډېره شدیده وه جګړه اوس غلې ده، خو ښکېل لوري په مورچو کې ناست دي له په جګړه کې د دوو ملکیانو په ګډون څلور کسان وژل شوي او شپږ ملکیان ټپیان دې چې یوه په کې شپږ کلنه انجلۍ شامله ده.″

د کندز محلي چارواکو هم له کورنیو چارو وزارت او نورو اړونده ادارو نه وغوښتل، چې په کندزکې د غیر مسوله وسله والو نیولو ته اقدام وکړي.

د ولسي جرګې مشر وایي، ډیرژربه یادې ولسوالۍ ته یو پلاوی ولیږي، څو په دې اړه څیړنې وکړي.

په کندزکې د غیرمسوله وسله والوله ځورونو او سرغړونو څخه په داسې حال کې بیا شکایتونه کیږي، چې کورنیو چارو وزارت څو میاشتې وړاندې د غیرمسوله وسله والو د نیولو لپاره رسمآ کمپاين پيل کړ.

څیړونکي د خان اباد جګړې ته په کتو انتقاد کوي، چې کورنیو چارو وزارت د غیرمسوله وسله والو د فعالیتونو په مخنیوي کې پاته راغلی دی.

دوی وایي، غیرمسوله وسله وال د امنیت د ټینګښت په وړاندې یوستر ګواښ دی او حکومت باید د دوی په وړاندې مبارزه په خپلو لومړیتوبو کې راولي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG