د امریکا د متحده ایالاتو جمهور ريیس بارک اوباما؛ دفاع وزارت ته یو نوی کس نومولی دی. دا کس آشټن کارتر نومیږې او په تیر وخت کې یې د دفاع وزارت د مرستیال وزیراو د وسلو پیرنې څانګې د رییس په دندو هم کار کړی دی.
د امریکا دفاع وزیر چک هیګل د نومبر په ۲۴مه نیټه خپله استعفی اعلان کړه او جمهور رییس بارک اوباما هم د هغه استعفی تایید کړه.
د امریکا جمهور رییس د جمعې په ورځ آشټن کارتر د دفاع د وزیر څوکۍ ته نوماند کړ او د سنا له تایید وروسته به د دفاع د وزیر په څوکۍ کار وکړي.
کاتر له ۲۰۰۹ نه ۲۰۱۱ کاله پورې د امریکا د دفاع وزارت د مرستیال وزیر او د وسلو پېرنې د څانګې د رییس پر دندو کار کړی و.
کارتر د خپل کار پر مهال د افغانستان او عراق د جګړو لپاره د امریکا پوځ ته د وسلو او زغره والو وسیلو د تولید او چټک انتقال په برخه کې د نظر وړ کارونه کړي؛ خو دی په خپله پوځي افسر نه دی.
امریکایي چارواکو په شخصي ډول ویلي؛ په داسې حال کي چې متحده ایالات په عراق او سوریه کې د اسلامي دولت د وسله والو پر ضد جګړه کې ښکیل دی؛ چک هیګل استغفی ته اړ شوی و او د سپینې ماڼۍ
باور یې له لاسه ورکړی و.
خو کارپوهان دا هم وایي، آشټن کاتر به هم ونه کړاي شي چې د پنټاګون او سپینې ماڼۍ ترمنځ ترینګیلې اړیکې ښې کړي.
د امریکا د جورج واشنګټن پوهنتون استاد سټیفن بیډل وایي؛ دا چې کارتر د امریکا په دفاع وزارت کې پر لوړو او مهمو څوکیو کارکړی او د کلونو کاري تجربه لري؛ له ده نه به بل مستحق او غوره کس دې څوکۍ ته پیدا نه شي.
پروفیسر بیډل وایي، کارتر ته د دفاع وزارت پوځي او ملکي مامورین او کارکوونکې ټول درناوی لري. دی یو تجربه لرونکی او توانمند مدیر دی.
فرانسپرس آژانس لیکي، کارتر به په سوریه او عراق کې د اسلامي دولت پر ضد د امریکا پرمشرۍ پوځي عملیاتو ستراتیژي پرمخ وړي؛ خو د سپینې ماڼۍ له هغو چارواکو سره ممکن په ټکر کې شي چې نه غواړي د عمومي ستراتیژۍ په سترو مسالو باندې کنټرول له لاسه ورکړي.
د امریکا پخوانیو دفاع وزیرانو رابرت ګیتس او پنیټا په دې ورستیو کې د خبري رسنیو له لارې په جمهور رییس اوباما سخت انتقادونه کړي او وایي، جمهور رییس پوځ بې اعتماده کړی او په زیاتو مواردو کې یې له دفاع وزارت نه د تصمیم یا پرېکړې صلاحیتونه اخیستي دي.
پروفیسر بیډل وایي، د دفاع وزارت او جمهور رییس اوباما د ادارې ترمنځ تاوتریخوالی د هغه د جمهوري ریاست په لومړۍ دوره کې هغه مهال زیات شو چې د افغانستان د جګړې په اړه یې له پنټاګون نه مشوره وغوښته.
اسناد او شواهد ښیي چې اوباما د پوځ د غوښتنې پراساس افغانستان ته د زیات شمیر عسکرو استولوته لیوال و؛ خو په دې هېواد کې یې په چټکۍ سره د عسکرو د شمېر کمولو لپاره مهال ویش وټاکه چې په دې کار سره اوس هم د پوځي قوماندانانو ترمنځ خپګان پاته دی.