د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۳

د خېرښېګڼې کارونه مو شخصیت لوړوي!


کله مو چا ته خېر ور رسېدلی؟

له یو چا سره له ښه کولو وروسته مو څومره د سکون او خوشالۍ احساس کړی؟

د خېرښېګڼې کارونه د یوه ځوان پر شخصیت څه ډول اغېز کولی شي؟

د تاندې څانګې ننۍ موضوع مو همدا ده.

کله مو کوم نابینا یا ضعیف له سړکه پورې ایستلی؟ کوم سپين ږیري یا سپين سرې ته په موټر کې له خپله ځایه پاڅېدلي يئ؟ د خپلې خولې ډوډۍ مو کله له چا سره نیمه کړې؟

که داسې مو کړي وي نو هغه خوشالي او سکون چې دې تاسې زړه او روح ته رسېدلی، زه یې نشم درته تشریح کولی.

د کابل پوهنتون یوه محصله مژګان وايي چې داسې ډېر د خېر ښېګڼې کارونه یې کړي او احساس کوي چې ډېرلوی کار یې کړی او خدای ته ورنږدې شوې.

محمدانور وحدتي د غزني اوسېدونکی دی، دی د یوه ماشوم کیسه کوي چې په خیال کې د هغه څېره ورته د ده کړي ښه وریادوي، هغه یو وږی ماشوم موړ کړی و.

اوریدلي مې دي چې که یو چا درته د مرستې لاس ونیو نو خوشاله شه، ځکه چې خدای د دومره خلکو ترمنځ یوازې په تا کې د هغې مرستې د کولو قوت ایښی دی.

یوه ورځ یو سپين ږیری سړی او مېرمن یې له سینده نه شول پورې وتلی، خو خدای پاک د یوه ځوان محمود دلګیرسترګې د هغوی په خوا ور واړولې، محمود دواړه په شا کړل او له سینده یې پورې ویستل.

وايي، هرسړی ترخپله وسه پړ دی، نو نیکي که وړه وي او که لویه، نیکي ده.

آرزو مهمند یوې ناروغې مېرمنې ته د خپلې خولې ډوډۍ ورکړه خو دا ارمان یې په زړه پاتې شو چې کاش نوره مرسته یې هم ورسره کړې وای.

پېغله ارزو چې اوس د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د پښتو څانګې محصله ده، شپږ، اووه کاله پخوا یې د بادغېس ولایت له سیلاب ځپلو کورنیو سره د مرستې کولو لپاره لومړۍ خپله او بیا د نورو ملا وتړله، هغه خپله کیسه کوي.

تېرکال د بدخشان د ارګو سیمې د ځمک ښویدنې پېښه به مو په یاد وي.

په ټولنیزو رسنیو خصوصاً فېسبوک کې ګڼو کسانو ولیکل چې ″بدخشانه په غم دې شریک یو″خو داسې ځوانان هم کم نه وو چې د همدې فېسبوک له لارې یې یوازې غمرازي ښکاره نه کړه بلکې د پېښې قربانیانو ته د مرستې د راټولولو لپاره دوکان په دوکان او کوڅه په کوڅه وګرځېدل او د مرستې پېل یې هم له ځانه وکړ.

د دې ډلې یو فعاله ځوان حزب الله اتل وايي چې دا کیسه له فیسبوکه پېل شوه، ملګري سره راټول شوو، مرستې مو راټولې کړې او د دغې پېښې قربانیانو ته مو ورورسولې.

د اتل ملګرود پکتیکا د والیبال په سیالۍ کې د شوې پېښې له قربانیانو سره هم له مرستې درېغ ونه کړ.

لاړل او د کابل په سردارمحمد داؤد خان روغتون کې یې د دې پېښې ټپیانو ته وینه ورکړه.

اتل وايي چې که په ټولنيزو رسنیو خصوصاً فیسبوک کې د داسې پېښو غندنه کوو نو ترڅنګ یې باید د عملي مرستو لپاره هم مټې راونغاړو.

حزب الله اتل زیاتوي چې د خېرښېګڼې کارونه کول د ځوانانو مسؤلیت دی او کله چې مسؤلیت پرځای کیږي نو مثبت غبرګون ترسترګو کیږي.

اتل وايي چې زموږ په دې کار خلک له موږه ډېرخوشاله ښکارېدل، زموږستاینه یې کوله او باوریې راباندې درلود.

دی د یوې سپين سرې مورد زړه خوږي او مینې یوه جالبه کیسه راته کوي چې لومړی یې سل افغانۍ، بیا پنځه سوه او څو شېبې وروسته یې هم پوره لس زره افغانۍ په چنده کې ورکړې.

هغه ځوانان چې له نورو سره مرسته کوي او په ټولنه کې د خېر ښېګڼې کارونه کوي، که یو خوا په خپله ذهني او روحي تسکین مومي نو بل خوا یې شخصیت ورسره لوړيږي او خلک ورته په ښه سترګه ګوري. داسې څه آرزو وايي.

راځئ! د ذهني او روحي تسکین د موندلو لپاره او د دې لپاره چې پخپله ټولنه کې یو نیک او خېرخوا انسان واوسو، نورو ته خېر ورسوو. په همدې هیله ننۍ تاندې څانګې رانغاړو.

دا خپرونه چې هره شنبې او تکرار یې سې شنبې خپريږي، د ازادۍ راډيو په ویبپاڼه او فیس بک پاڼه هم اوریدلی او ولوستلی شئ:

www.azadiradio.com

د برېښنالیک رالېږلو لپاره پته دا ده

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:12:50 0:00
مستقیم لېنک

ShafaqN@rferl.org

جوړوونکی: نورګل شفق

XS
SM
MD
LG