په افغانستان کې د امریکا متحده ایالتونو پراختیايي اداره هیله څرګندوي چې حکومت د ښځو د پياوړتیا د پروګرام له رهبرۍ برخې نه فارغې میرمنې په حکومتي دندو وګماري.
د امریکا متحده ایالتونو پراختیايي اداره (یو. ایس.اېډ) وايي؛ د افغان میرمنو د پراختیا په پروګرام کې د ښځو د رهبرۍ پروژه پيل شوې او په عملي کولو یې کار روان دی.
د دې ادارې مرستیال "پیټرډافي" له ازادي راډیو سره په یوه ځانګړې مرکه کې هیله څرګنده کړه چې افغان حکومت خپله ژمنه عملي کړي او په ملکي خدمتونو کې تر دېرش فیصده ښځو ته ونډه ورکړي.
ښاغلي ډافي وویل، د افغان میرمنو د پیاوړتیا د رهبرۍ پروژه په دې هدف پیل شوې چې د ملکي خدمتونو د رهبرۍ څوکیو ته افغان میرمنې وروزي:
"د ښځو د رهبرۍ برخه موږ مخکې پيل کړې ده. اوس وخت د هغو ښځو د پیژندلو او انتخاب پر سر کار روان دی چې تمه ده، په دې برخه کې شاملې شي. همداراز له شخصي موسساتو او ښوونځیو سره کار روان دی چې د دې پروژې په عملي کولو کې له موږ سره مرسته وکړي.
موږ همداراز پوهیږو چې حکومت ژمنه کړې؛ څو په ملکي خدمتونو کې دېرش فیصده ښځې په دندو وګماري؛ هیله من یو چې دا پروګرام له حکومت سره مرسته وکړي؛ څو یاده ژمنه عملي کړي."
ښاغلي ډافي وویل، د ښځو د رهبرۍ په برخه کې د افغان میرمنو د پياوړتیا تر پروژې مخکې هم ګڼو پروژو کار کړی او تر ډېره پورې کامیابه ثابته شوې دي.
د افغان میرمنو د پياوړتیا پروژه د روان کال د قوس په اتمه نیټه د افغانستان د جمهور رییس محمداشرف غني له خوا پرانیستل شوه چې څه باندې پنځه کاله به دوام وکړي او د امریکا متحده ایالتونو له خوا ۲۱۶ میلیونه ډالره بودجه ورته ځانګړې شوې ده.
ښاغلي غني په دې مراسمو کې ژمنه وکړه چې په حکومت کې به د ښځو ونډې ته جدي پاملرنه وکړي.
په عین حال کې د "یو.ایس. اېډ" چارواکي وايي؛ د افغان میرمنو د پیاوړتیا د پروژې په سر به کلکه څارنه ولري.
د دې ادارې مرستیال ښاغلي پیټر وویل؛ دا چې په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره له افغان میرمنو سره د مرستې لپاره دومره ستره بودجه مصرفیږي؛ څارنه به یې هم د مشخصو څارګرو ټیمونو او پروژو له لارې کیږي:
"د ښځو د پياوړتیا د پروګرام د ارزیابۍ او نظارت په برخه کې به موږ یوه مشخصه پروژه ولرو. دا پروژه به په دې څارنه لري چې آیا موږ هغه نتیجې تر لاسه کوو چې تمې یې لرو. له موږ سره به یو ډول مرسته وکړي چې پوه شو د خلکو نظر یې څنګه متاثره کړی دی.
کوم کارونه چې موږ یې د [پروموټ] د پروژې له لارې کوو څنګه هغه کارونه د اولویت په اساس تقسیم کړو. نو د شفافیت د موجودیت په اړه د باور د ترلاسه کولو لپاره تر ټولو ښه لار دا ده چې خلک پوهیږي چې څه شی وګوري."
ښاغلی ډافي وايي دې مسلې ته په پام چې د ښځو د پرمختګ لپاره ډېرې زیاتې هڅې روانې دي هیله مندي شته چې د ښځو د پياوړتیا پروګرام کامیابه شي.
که څه هم افغان میرمنې تېرې دیارلس کلنې لاسته راوړنې د پام وړ بولي خو وایي چې په کار ده د افغان میرمنو لپاره د اساسي کار او پرمختګ په خاطر افغان حکومت نړیواله ټولنه د نورو ورته پروژو تمویل ته وهڅوي.
دا میرمنې وايي دې ته په پام چې د افغان میرمنو د پياوړتیا په پروګرام کې یواځې پنځه اویا زره ښځو ته پاملرنه کیږي ضروري ده چې حکومت د اکثرو هغو ښځو د ژوند ښه والي ته هم توجه وکړي چې په بشپړه توګه د سواد او خدمتونو له اسانتیاوو محرومه پاتې دي.
راپور: صفي الله ستانکزی