د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۷ سلواغه ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۱۹

"په افغانستان کې د ښځو پر ضد د تشدد د مخنیوي لپاره۱۶ورځنی کمپاین پیل شوی"

په کابل کې د امریکا سفارت وايي؛ د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو کمپاین د یوه ستر هدف د ترلاسه کولو لپاره ښه هڅه ده.

د دغه سفارت ویاند "عباس کاموند" د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل؛ دا لنډمهالی کمپاین به لږ تر لږه د دې لامل شي چې د ښځو د حقونو په برخه کې ذهنونه روښانه کړي.

ښاغلي کاموند وویل، د امریکا متحده ایالتونه تل د ښځو د حقونو د احقاق او د هغوی په وړاندې د تاوتریخوالي د کمیدو په برخه کې له ورته پروګرامونو بشپړ ملاتړ کوي:

" د ښځو پر وړاندې د خشونت د له منځه وړلو کمپاین یوه اراده او پریکړه ده چې د ملګرو ملتونو له خوا نیول شوې. په دغه شپاړس ورځني کمپاین کې به ټولنیزې شبکې؛ دولتونه او پوه او روڼ انده کسان د ښځو په وړاندې د خشونت پر ضد خپل غږ پورته کړي.

په افغانستان کې هم موږ ته د ویاړ ځای دی چې د افغانستان له ښځو د افغانستان له دولت او له مدني ټولنو سره په دغه کمپاین خپل ځان شریک بولو."

د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو کمپاین د افغانستان په ګډون د نړۍ په یوشمیر هیوادونو کې د نومبر په پنځه ویشتمه پيل شوی او د ډسمبر په لسمه پای ته رسیږي.

له دې وړاندې د ښځو فعالانو هم دغه کمپاین ګټور بللی او ویلې یی دي؛ حکومتي ادارې باید د ښځو په وړاندې په روانې مبارزه کې خپل مسولیت ادا کړي.

په کابل کې د امریکا سفارت وايي؛ د دغه کمپاین ډېر تمرکز پر دې دی چې د عامه پوهاوي له لارې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی له منځه یوسي .

ښاغلی کاموند وايي، د امریکا دولت په یوه بله ستره پنځه کلنه پروژه کې د افغان ښځو پیاوړتیا ته پاملرنه کړې او د دغه لنډمهالي کمپاین بودجه یواځې د عامه پوهاوي په سطحې کې ده:

"په دې برخه کې کومه خاصه اقتصادي پروژه نشته. دا د عامه پوهاوي یو کمپاین دی؛ بودجه یې هم د پوهاوي ورکولو په سطح ده. موږ کومې شمیرې نه لرو. د ښځو چارو وزارت او پاتې ټولې مدني شبکې او نورې میرمنې له مونږ سره په دې پروګرام کې همکار او همګام دي."

دا کمپاین په داسې حال کې پيل شوی چې لا هم افغان ښځې هره ورځ د کورنیو تاوتریخوالي او بې ځایه دودونو قربانۍ کیږي او له تاوتریخوالي سره مخامخې دي.

د افغانستان د ښځو چارو وزا رت بیا وایي چې دا کمپاین د ښځو په وړاندې د لسیزو تاوتریخوالو د له منځه وړلو په برخه کې کومه د پام وړ نتیجه نه شي ورکوي.

د دغه وزارت سرپرست او مرستیالې مژګان مصطفوي ازادي راډیو ته وویل؛ که وغواړو دا لنډمهالی کمپاین لږ تر لږه مثمره تمام شي نو د ټولنې ټول وګړي؛ په خاصه توګه عالمان باید پکې برخه واخلي.

"طبیعي ده چې موږ نه شو کولای چې د ښځو په وړاندې خشونت په افغاني ټولنه کې په شپاړس ورځو کې له منځه یوسو.

کوم کار چې موږ یې په دې شپاړس ورځني کمپاین کې چې ډېره عامه پوهاوي ته اختصاص شوې؛ کوو، هغه دا ده چې حد اقل کولای شو د خلکو؛ مسوولینو، کورنیو،عالمانو،دولتي او اجتماعي ادارو پام دغې اجتماعي مسلې ته جلب کړو."

د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي پروګرام په داسې حال کې پیلیږي چې افغان میرمنې له نړیوالو کنفرانسونو د ښځو د حقونو د احقاق او د تاوتریخوالي د کمیدو د پروژو د تمویل غوښتنه کوي.

دغه افغان میرمنې وايي د لندن په نړیوال کنفرانس کې چې تمه ده په سلګونه میلیونه ډالره له افغانستان سره مرسته وشي افغان ښځې هم خپلې غوښتنې مطرح کوي او که یې غوښتنې مثبتې ځواب نه شي دا د ټولو لپاره د انديښنې وړ او د خواشینۍ خبره ده.

راپور: صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG