د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۳

"معینانو ته د وزارتونو د چارو سرپرستي سپارل د قانون خلاف دی"


د افغانستان ولسي جرګې یو ځل بیا په نوې کابینې کې د ځنډ او معینانو ته د وزراتو د سرپرستۍ د چارو د سپارلو په اړه اندېښنه وښوده او د افغان حکومت دغه کار یې د قانون خلاف وباله.

د افغانستان ولسي جرګه وايي چې د ملي وحدت د حکومت مشرانو باید خپلو مکلفیتونو ته په پام سره په تېرو دوو میاشتو کې نوې کابینه د باور د رایې د ترلاسه کولو لپاره ولسي جرګې ته معرفي کړې وه.

د دغه جرګې منشي عرفان الله عرفان د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې معینانو ته د وزاراتو د سرپرستۍ د چارو د سپارلو په اړه د حکومت ورستۍ پرېکړه د وزیرانو د سرپرستۍ د قانون سره په مخالفت کې ده.

نوموړې وویل چې د دولتي ادارو د تنظیم په هدف د سرپرستۍ قانون جوړ شوی دی.

"د ملي وحدت حکومت مکلفه و چې په دې دوو میاشتو کې یې نوې کابینه ولسي جرګې ته معرفي کړې وای او دا چې سرپرست وزیران له سرپرستی لرې کوي او معینان د سرپرست وزیرانو په توګه ټاکې دا د سرپرستانو د قانون سره په مخالفت کې خبره ده؛ لا هم په همغه اداري ضعف کې یو او نه شو کولای چې کارونه په سم ډول سره مخته یوسو او که داسې دوام وکړي دا به د افغانستان خلکو او نړیوالې ټولنې ته د ملي وحدت د حکومت د ناکامۍ ښکارندوی وي."

ولسمشر محمد اشرف غني او اجرایه رییس ډاکټر عبدالله علدالله تېره شپه په یوې ګدې خبرې غونډه کې وویل چې نوماند وزیران به له دوو ترڅلور اونیو پورې په تدریجي ډول د باور د رایې د اخیستلو لپاره ولسي جرګې ته وپېژندل شي.

دغه شان په دغه خبرې غونډه کې وویل شول چې د دوشنبې له ورځې څخه د نوې کابینې تر اعلانه پورې به د وزارتونو ارشد معینان د یادو ادارو د سرپرستۍ چارې سمبال کړي.

د حکومت دغه اقدام د ولسي جرګې د غړیو د بیلابیلو غبرګونونو سره مخ شو.

یو شمېر وکیلان وايي چې د ملي وحدت د حکومت چارواکو سیاست د خپلو شخصي ګټو قرباني کړ او په دې پرېکړې سره یې خلک نور هم مایوسه کړل.

خو یو شمېر نور بیا وايي چې د هیواد سیاسي او امنیتي وضیعت ته په کتنې سره د ملي وحدت د حکومت مشرانو ته باید وخت ورکړل شي؛ تر څو کابینې ته وړ او مسلکي کسان راولي.

انجینر زکریا په دې اړه وویل:

"زما په اندا چې معینان سرپرستان شوی ناسم کار نه دی، ځکه دوی په سیسټم کې شتون درلود او تجربه لري؛ جنګي بحران لرو، سیاسي بحران لرو، نو په کار دی چې سم خلک انتخاب شي."

تر دې مخه د چارو کاروپوهان او عام خلک په دې نظر وو چې د سرپرست وزیرانو له خوا د چارو سمبالتیا په هیواد کې د نا امنیو د زیاتېدلوو لوی لامل دی.

دوی وايي، حکومت باید ژر تر ژره نوې کابینه اعلان کړي.

د دوی په وینا، د نویو او په کار پوهو کسانو په معرفۍ سره به شته ستونزې تر دېره هوارې او هره اداره به د سر سړی پیدا کړي.

XS
SM
MD
LG