د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۱ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۴

د نوې کابينې جوړېدل بيا وځنډول شول


د افغانستان ولسمشر وايي، نوې کابينه به په دوو يا څلورو اوونيو کې ولسي جرګې ته معرفي شي.

په داسې حال کې چې د نوې کابينې د جوړېدو ځنډ له انتقادونو سره مخامخ شوى؛ د افغانستان ولسمشر وايي، د وړ اشخاصو پر ټاکلو د غور له کبله به د کابينې معرفي کېدل نور هم وځنډوي.

ولسمشر محمد اشرف غني چې تېره شپه له اجرائيه مشر عبدالله عبدالله سره په يوه خصوصي غونډه کې د نوې کابينې په اړه خبرې کولې؛ وويل، نوي وزيران به په راتلونکو دوو يا څلورو اوونيو کې په تدريجي ډول د باور رايې اخيستلو لپاره ولسي جرګې ته معرفي شي:

”کابينه په تدريج سره په راتلونکو دوو يا څلورو اوونيو کې ملي شورا ته معرفي کیږي. کوم اختلاف نه شته. ټاکل کیدونکي کسان څېړنې ته اړتيا لري؛ ځکه نو غواړو په پوره دقت مخته لاړ شو.“

محمد اشرف غني د لوړې پر مهال ژمنه کړې وه چې کابينه به په يوه نيمه مياشت کې جوړه شي؛ د نوي حکومت پر تشکيل دوې مياشتې واوښتې خو کابينه لا هم معرفي شوې نه ده.

افغان حکومت ويلي، د کابينې د ځنډ اصلي علت وزارتونو ته د وړ کسانو پر ټاکلو غور کول دي.

ولسمشر تېره شپه وويل، تر هغو چې نوي وزيران معرفي کیږي د وزارتونو معينان به د سرپرستو وزيرانو په توګه خپلې دندې پرمخ بيايي او هغه کسان چې د وزيرانو په توګه معرفي کیږي؛ داسې کسان به وي چې مخکې په کابينه کې نه وو.

د سياسي او حقوقي چارو کارپوه اجمل هوډمن وايي؛ د کابينې د نه اعلانېدو اصلي علت د کسانو په ټاکلو کې د ولسمشر او اجرایيه مشر ترمنځ اختلافات دي. د ده په خبره د کابينې په اعلان کې نور ځنډ د حکومت مشروعيت زيانمنوي:

”که حکومت وغواړي او غوڅ دريځ ولري؛ کولاى شي په يوه اوونۍ کې هم کابينه معرفي کړي؛ هغه اختلافات چې په حکومت کې دننه د دوو ډلو ترمنځ روان وي؛ ښايي د کابينې جوړول نور هم وځنډېږي؛ دا د حکومت پر مشروعيت ناوړه اغېز کوي.“

تر دې مخکې ولسي جرګې د کابينې د ځنډېدو له کبله پر حکومت انتقادونه کړي وو. د دې جرګې مشر عبدالروف ابراهيمي د چهارشنبې د ورځې په غونډه کې ويلي وو چې اوسنى حکومت د وزيرانو په معرفۍ کې د ځنډ له کبله مشروعيت نه لري.

د افغانستان لپاره د بريتانيا سفير ريچارډ ايسټګ له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې ويلي؛ که افغان حکومت کابينه ونه لري؛ د لندن په کنفرانس کې به خپل اهداف ترلاسه نه شي کړاى.

د افغانستان په اړه د لندن کنفرانس د پنج شنبې په ورځ جوړېږي.

افغان حکومت ته نژدې سرچينو ويلي وو چې په پام کې وه؛ د لندن تر کنفرانس مخکې ځينې وزيران ولسي جرګې ته معرفي شي.

XS
SM
MD
LG