د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۲

د خوست معیوبین د کورونو لپاره ځمکې غواړي


نجیب الله الوخېل

په خوست کې یو شمېر معیوبین او د شهیدانو د کورنیو وارثین وايي، چې دوی ته د سیمه ییزې ادارې له خوا په هغه رهایشي پروژو کې چې د کورونو له پاره ویشل شوي، قانوني حقوق نه دي ورکړل شوي.

دوی وايي، د نویو قوانیو او مقرراتو په رڼا کې په ټولو توزیع کیدونکو نمرو او اپارتمانونو کې اوه سلنه شهیدان او اوه سلنه معلولین حقوق لري، خو د دوی دا حقوق په پام کې نه دې نیول شوي.

د اصیل میر په نوم یو تن معیوب نن سه شنبه مشال راډیو ته وویل، چې حکومت دوی سره د مور او میری سلوک لري او تر دې وروسته يې دې حالت ته حوصلې ختمې شوې دي.

دی وايي، چې د خپلو حقوقو د لاسته راوړلو تر مهاله به مبارزه وکړي:

"د معیوبینو سره د مور او د میرې چلند کیږي، معیوبینو ته په هره پروژه کې د قوانینو مطابق څوارلس سلنه امتیازات په پام کې نیولي دي، خو دا ډول امتیازات د نشان له پاره هم موږ ته نه دي راکړل شوي، نور نو د معیوبینو حوصلې ختمې شوې، د دې له پاره چې خپل حقوق مو ترلاسه کړي وي، موږ د خپلو حقوقو څخه دفاع کوو او د دې له پاره دې ځای ته راوتلي یو او د خپلو حقوقو د ترلاسه کولو له پاره هر ډول قربانۍ ته حاضر یو."

دوه تنه نور معیوبین هم وايي، چې د نوي حکومت په دیارلسو کالونو کې اصلاً د خوست معیوبینو ته پاملرنه نه ده شوې.

دوی وايي معیوبین او د شهیدانو کورنۍ د ژوندانه له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي او حکومت باید د دوی ستونزو ته رسیدنه وکړي:

"۱-زه عصمت الله نومیږم او د مندوزیو اوسیدونکی یم، په ټولو ولایتونو کې معیوبینو ته نمرې ورکړل شوي، خو یوازې په خوست کې د دې حق څخه محرومه پاتې شوي دي، په خوست کې معیوبین د پام نه لویدلي او پایمال دي، په تېرو دیارلسو کالونو کې معیوبینو ته چا څه شی نه دي ورکړي، معیوبین ډېر بیچاره او غریب دي او ټول قرضداره دي.

۲-زه ظفرخان د قلندر ولسوالۍ اوسیدونکی یم، معیوبینو ته هېڅ حقوق نه دي ورکړل شوي، موږ ته نه وزیر او نه بل چارواکي خپل حق راکړی دی، غوښتنه مو داده، چې موږ ته دې خپل حقوق راکړل شي."

د خوست د شهیدانو، معیوبینو، کار او ټولنیزو چارو رئیس کمال الدین ځدراڼ وايي، چې معلولین او شهیدان دواړه د نویو قوانیو او مقراراتو په رڼا کې د هرې ادارې په رهایشي نمرو او اپارتمانونو کې چې ویشل کیږي حقوق لري، خو تر اوسه په توزیع شویو پروژو کې دې مسلې ته پام نه دی شوی.

ده هیله څرګنده کړه ، چې تر دې وروسته به په توزیع کیدونکو پروژو کې د شهیدانو او معلولینو حقوق ورکول کیږي.

په ولسي جرګه کې د خوست د خلکو استازی همایون همایون، د معلولینو په راټولیدنه کې دوی ته ډاډ ورکړ، چې ولسمشر غني سره به په راتلونکې ملاقات کې پنځه تنه معیوبین بیايي تر څو دوی په خپله ژبه د معیوبینو اړتیاوې او غوښتنې ولسمشر ته وړاندې کړي:

"زما غوښتنه له تاسو داده، چې پنځه کسان نماینده ګان مو رامعرفي کړئ، څو ورځې وروسته رئیس جمهور ته ور روان یو، دا پنځه کسان به ځان سره رئیس جمهور ته بوځم، خو داسې خلک چې صادق حلک وي، پوۍ خلک وي او په دې مو اعتبار وي، چې سبا ته مو نه خرڅوي."

د یادونې وړ ده دا مهال په خوست کې د حکومت څخه ۶۲۳۱ د ملکي او پوځي برخو د معلولینو او شهیدانو کورنۍ معاشونه ترلاسه کوي، خو د ټاکلي معاش پرته د ډیریو شهیدانو او معلولینو نورو امتیازاتو ته پاملرنه نه ده شوې.

XS
SM
MD
LG