د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۰

د پکتیکا د خونړي برید په اړه نړېوالې تبصرې


یو شمېرلویدیځو ورځپاڼو د افغانستان په پکتیکا ولایت کې د خونړي برید په اړه چې د یکشنبې په ورځ یې شاوخوا سلو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله، تبصرې کړي دي.

ګارډین:

د بریتانیا چاپ ګارډین ورځپاڼه لیکي تردغه برید څو ساعتونه دمخه د افغانستان ولسي جرګې د کابل او واشنګټن او افغانستان - ناټو ترمنځ موافقتنامې تصویب کړې.

دغه تړونونه په سپتمبرکې د ملي وحدت حکومت په جوړیدو سره لاسلیک شوه او له مخې یې د امریکایي ځواکونو یوه برخه کولای شي تر۲۰۱۴ کال وروسته هم په افغانستان کې پاته شي .

ورځپاڼه لیکي، په افغانستان کې یو شمېرمخالفو وسله والوډلو له دغه تړون سره چې د ولسمشراشرف غني په فرمان د ملي امنیت د سلاکارحنیف اتمرله خوا لاسلیک شو، سخت مخالفت ښودلی دی.

د افغانستان مشرانو جرګې تراوسه دغه تړونونه نه دي تصویب کړي.

د ګارډین په باورپه پکتیکا کې د یکشنبې برید د ولسمشرغني په وړاندې ستونزې راپورته کړي دي.

ورځپاڼه زیاتوي پکتیکا د پاکستان له قبایلي سیموسره ګډه پوله لري چې د حقاني شبکې په ګډون د وسله والو مخالفینو د فعالیتونو مرکز ګڼل کیږي.

د افغانستان د ملي امنیت ادارې هم پرون ویلي چې د پکتیکا ولایت برید د حقانې شبکې له خوا ترسره شوی دی.

ګارډین دغه رازپه همدې ولایت کې د هغه بل خونړي برید یادونه کړې چې د روان کال په جولای میاشت کې په یوه ګڼه ګوڼه مارکیټ کې وشو او ۴۲ تنه یې ووژل.

ورځپاڼې د لویدیځوامنیتي چارواکو له قوله ویلي چې وایي د افغانستان په ختیځ کې بریدونه او تښتونې وروسته له هغه ډیر شوي چې د افغانستان استخباراتو د حقاني شبکې دوه لوړ پوړي مشران په خوست کې ونیول.

نیویارک ټایمز:

نیویارک ټایمزبیا د پرونۍ ګڼې په یوه مطلب کې په افغانستان کې د شپې عملیاتو پر بندیزونو تبصره کړې ده.

ورځپاڼه لیکي د نوي افغان ولسمشراشرف غني ادارې د ځانګړو ځواکونو له خوا پر شپنیو عملیاتو هغه بندیزونه په ارامۍ سره لیري کړل چې پخواني ولسمشرحامد کرزي لګولي وه.

نیویارک ټایمز لیکي، د افغان ملي پوځ ځانګړي ځواکونه پلان لري چې په ۲۰۱۵ کال کې دغه عملیات له سره پیل کړي او په ځینو مواردو کې به د امریکا ځانګړي عملیاتي واحدونه هم په دغو بریدونو کې د مشاوروینو په رول کې ونډه واخلي .

نیویارک ټایمزدا خبره د افغان پوځي چارواکو او د امریکا په مشرۍ د پوځي ایتلاف د چارواکو له قوله کړې ده.

دا خبره وروسته له هغه شوې چې د امریکا ولسمشربارک اوباما له لوري هغه فرمان خپورشو چې له مخې یې امریکا یي پوځیان کولی شي په ۲۰۱۵ کال کې په افغانستان کې ځینو محدودو عملیاتو ته دوام ورکړي.

نیویارک ټایمز زیاتوي د دغه فرمان له مخې امریکایې ځواکونه کولی شي د شپې عملیاتو پرمهال د اړتیا په صورت کې د افغان ځواکونو ملاتړ وکړي.

XS
SM
MD
LG