د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۳

بلجیم په کابل کې خپل سفارت تړي


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت تاییده کړه، چې بلجیم غواړي په کابل کې خپل سفارت وتړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو زارت هیله څرګندوي چې په افغانستان کې د بلجیم سفارت تړل کېدل؛ به د دواړو هېوادونو په اړیکو کوم منفي اغیز ونه کړي.

د دې وزارت مرستیال ویاند سراج الحق سراج د شنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته تاییده کړه چې بلجیم غواړي؛ په کابل کې خپل سفارت وتړي.

ښاغلي سراج په ورته وخت کې هیله وښوده چې د بلجیم حکومت باید په دې پریکړې له سره کتنه وکړي:

"موږ خبر شو، بلجیم پریکړه کړې چې خپل سفارت نه یواځې په افغانستان کې تړي؛ بلکې خپل ځینې دفترونو او قونسلګریانې په نور هېوادونو کې هم وتړي؛ د دوی په وینا، د دې تړل کېدو علتونه اقتصادي ستونزې ښودل شوي؛ موږ هیله لرو چې سفارت ونه تړل شي او د سفارت تړل کېدل به د دواړو هېوادونو په اړیکو کوم تاثیر ونه کړي."

دوه ورځې وړاندې د بلجیم د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي چې په افغانستان کې د دوی د ځواکونو د محاربوي ماموریت له پای ته رسیدو سره به په کابل کې خپل سفارت هم وتړي.

وړاندې په اعلامیه کې د سفارت د تړل کېدو علتونه د بودجې سپما ښودل شوې او ویل شوي چې بلجیم د کاناډا په تورنټو کې هم د ورته دلیل لپاره خپله قونسلګرۍ تړي.

د بلجیم د بهرنیو چارو وزارت ویلي؛ له افغانستان سره به خپلې ډیپلوماټیکې او حقوقي اړیکې په پاکستان کې د خپل سفارت له لارې ټینګې ساتي.

د سیاسي چارو کارپوهان وايي چې د نړیوالو اړیکو له مخې د هر هېواد سفارت تړل په بل هېواد کې خپل خاص تاثیر لري.

د دوی په باور، په کابل کې د بلجیم سفارت د افغانستان لپاره نه بلکې د بلجلیم لپاره چې په افغانستان کې نظامي ماموریت درلود مهم و.

د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي استاد نصرالله ستانکزی وايي؛ په افغانستان کې د بلجیم سفارت تړل به په سیاسي او حقوقي لحاظ کومه خلا رامنځ ته نه کړي:

"د بلجیم هېواد سفارت څومره چې هغه هېواد ته مهم و؛ دومره د افغانستان لپاره د اهمیت وړ نه و؛ له نورو هېوادونو سره د اړیکو درلودل زموږ سفارتونه په نورو هېوادونو او د هغوی سفارتونه په افغانستان کې حکومتونو ته اعتبار ورکوي؛ زما په نظر به په سیاسي او حقوقي لحاظ کومه لویه خلا رامنځ ته نه شي او په ظاهر کې د هر هېواد سفارت تړل کېدل؛ په نړیوالو اړیکو او بهرني سیاست کې زموږ په اړیکو تاثیر درلودلای شي."

وړاندې داسې راپورونو ورکړل شوي وو چې پولنډ هم په افغانستان کې خپل سفارت تړلی؛ خو د افغانستان د بهرنیو چار وزارت دغه خبره رده کړه.

کارپوهان وایي، حکومت باید له نړیوالو سره اړیکې لا پراخې او دې ته موقع ورنه کړي، چې بهرني هیوادونه په افغانستان کې خپلې دیپلوماتیکې ادارې وتړي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG