د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۳

اکانمسټ: "په افغانستان کې له ګډوډۍ سره د اشرف غني مبارزه"


نړېوالو چاپي رسنیو د افغان ولسمشر محمد اشرف غني پر وړاندې د پرتو ننګونو په اړه مطالب خپاره کړي دي.

اکانمسټ:

اکانمسټ مجلې په خپله وروستۍ ګڼه کې د افغانستان په اړه یو مطلب خپور کړی دی چې عنوان يې دی؛ "په افغانستان کې له ګډوډۍ سره د اشرف غني مبارزه"

مجله لیکي، هغه څه چې په تېرو ۱۳ کلونو کې په افغانستان کې شوي؛ نه بدلیدونکي دي، خو د ولسمشر په توګه د اشرف غني د لومړنۍ میاشت کار او د ماليې د وزیر په توګه د هغه له خوا د واحد مالي سیسټم جوړېدو ته په پام سره دا ښايي نا سمه نه وي چې که نوموړی هغه مهال ولسمشر وای؛ نو شاید اوس به د افغانستان حالت بل شان و.

اکانمسټ لیکي، دا په دې خاطر نه ده چې اشرف غني په کومه موده کې زیاتې لاسته راوړنې لرلې؛ بلکه د نړیوال بانک د یوه کارکونکي په توګه نوموړی د افغانستان په باب جلا او ځانګړی نظر لري او پوهیږي چې هیواد يې د پانګونې د جلبولو لپاره څه امکانات لري.

مجله زیاتوي، اشرف غني د افغانستان د سوداګریزو لارو د تقويې لپاره جدي کار کړی او هڅه يې دا ده چې افغانستان د زوراکو چې د ګمرکونو عواید خپلو جیبونو ته اچوي؛ له منګلو خلاص کړي.

د مطلب لیکونکی وايي، اشرف غني ښايي یو غصه ناک او مغرور شخص معرفي شوی وي؛ خو چې کله هغه له کابیني ووت؛ د هغه نشتوالي په پوره ډول محسوس شو.

اکانمسټ هغه چیلنجونه او ستونزې یادې کړې دي چې اشرف غني ورسره مخامخ دی.

مجله زیاتوي که چیرته اشرف غني خپلې ژمنې عملي کړي او په څه ډول يې کار پیل کړی؛ هغې ته دوام ورکړي، نو کله چې له جمهوري ریاست لرې کیږي؛ د افغانستان وضیعت به تر دې وخت چې د ولسمشر په توګه يې کار پیل کړی ډیر توپیر ولري.

د مطلب په پای کې راځي؛ د اشرف غني لڼد مهاله تجربو ته په پام سره د نوموړي د راتلونکو اقداماتو په اړه به د افغانستان د خلکو خوشبیني او هیله مندي بې ځایه نه وي.

والسټریټ ژورنال:

والسټریټ ژورنال بیا د هغو کډوالو د ستونزو په اړه چې د پاکستان له قبایلي سیمو افغانستان ته اوښتي دي؛ یوه مقاله خپره کړې ده.

ورځپاڼې د افغانستان پر خاوره د وزیرستان د کډوالو د یوه کمپ وضیعت بیان کړی چې اوسیدونکي يې هره ورځ د مرستو د ترلاسه کولو لپاره په کتارونو کې ولاړ وي.

د پاکستان پر قبایلي سیمو د وروستیو هوايي بریدونو له امله زیات شمېر کورنۍ د افغانستان جنوبي ولایتونو ته کډه شوي دي.

والسټریټ ژورنال د افغانستان په جنوب کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د چارو د ادارې د یوه چارواکي له قوله لیکلي؛ د ژمي په رسیدو سره د دغو کډوالو ستونزې مخ په زیاتېدو دي.

ورځپاڼه په پای کې لیکي، د پاکستان په قبایلي سیمو کې روان حالت ته په کتو داسې نه ښکاري چې دا کډوال به په نزدې راتلونکې کې بیرته خپلو کورونو ته ستانه شي.

والسټریټ ژورنال لیکي، همدې ته په پام سره د کډوالو د چارو ادارې هڅه کوي چې د دغو مهاجرینو د ستونزو د حل لپاره پراخې هڅې وکړي.

XS
SM
MD
LG