د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۰

عبدالله: په ماشومانو پانګونه د ښې راتلونکې لپاره یو زیری دی


افغان حکومت وايي چې د ماشومانو د زده کړې، روغتیا او دغه راز د دوی په وړاندې د موجوده تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره به کارکوي.

د افغان حکومت اجرایي ریس ډاکټر عبدالله عبدالله د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د ماشوم د نړېوالې ورځې په مناسبت په یوې جوړې غونډه کې دا خبرې وکړي.

ښاغلي عبدالله وویل چې د ماشومانو د ښې راتلونکې په برخه کې باید پانګونه وشي.

افغان ماشومانو هم له دولته وغوښتل چې دوی ته د تعلیم زمینه برابره کړي.

د افغان حکومت اجرايي ریس ډاکټرعبدالله، عبدالله وايي په افغانستان کې د ماشومانو وضیعت ته باید جدي پاملرنه وشي.

د حکومت اجرايي ریس وايي، په ماشومانو پانګونه د هېواد د ښې راتلونکې لپاره یو زیری دی.

ډاکټرعبدالله دغه څرګندونې د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د ماشومانود نړېوالې ورځې په مناسبت په یوې غونډه کې وکړې:

″زموږ په هېواد کې د ماشومانو وضیعت په ټوله کې او په ځانګړي ډول د هغو ماشومانو وضیعت چې په سرکونو باندې کارکوي د اساسي پاملرنی وړ دی.″

ښاغلي عبدالله وویل چې افغان دولت باید د ماشومانو د زده کړې، روغتیا او د تاوتریخوالي په وړاندې په مبارزه کې جدي اووسي.

په دغه غونډه کې یو شمېرافغان کاریګرماشومان هم رابلل شوي وو، چې د غونډې د جوړونکو، د ښه ژوند مرستندویې ټولنې، له خوا ورته ډالۍ هم ورکړل شوې.

یو تن افغان کاریګرماشوم له افغان دولته د دوی د لاس نیوي غوښتنه وکړه او ویې ویل چې دولت باید دوی ته د زده کړو زمینه برابره کړي:

″په کورکې کاریګر نه لرو، د سرک په سرکارکوم، پلارمې معیوب دی، زه ستاسې راتلونکی یم او موږغواړو چې موږ ته مرسته وشي چې درس ووایو.″

که څه هم د دغو ماشومانو سره په نمایشي ډول د مرستې ډېر پروګرامونه جوړشوي دي خو داسې کوم بنیادي کارچې د دغو ماشومان د ژوند پاڼه بدله کړي تراوسه پرې خواري نه ده شوی.

نن، سبا په زرګونه کارګر ماشومان په ښارونو او بازارنو کې د یوې مړۍ، ډوډۍ د پیدا کولو لپاره یو او بل ته ماڼوګان لوګي کوي او یا هم ژاولي او خلتي خرڅوي.

ډېری دغه ماشومان په شاقه کارونو هم بوخت دي او د ښوونځي او کتاب خبرې ورته افسانوي کیسې ښکاري.

د ماشومان د حقونو د ملاتړکوونکو ټولنو په وینا دغه وضیعت د اندېښنې وړ دی او افغان دولت باید په دې برخه کې جدي اقدامات وکړي.

XS
SM
MD
LG