یونسېف یا د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو وجهي صندق وایي، چې د افغان ماشومانو د ژوند د ښه والي لپاره به له افغانستان سره څه باندې شپږ سوه پنځوس میلیونه ډالره مرسته وکړي.
په کابل کې د دې ادارې ویاند عزیزفروتن وایي، چې د دې مرستو تړون له افغان حکومت سره لاسلیک شوی او زیاتوي، چې د پنځوکلونوپه ترڅ کې به دغه اندازه پیسې افغان حکومت ته ورکول شي.
له ښاغلی فروتن سره زموږهمکاراسدالله لودین مرکه کړې او په سر کې یې ترې پوښتلي، چې دا مرستې به د ماشومانو د ژوند په کومو برخو کې ولګول شي.