د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۶

په پکتيا کې خياطي د بې وزلو میرمنو په ژوند کې ښه والی راوستی


پکتيا کې د بې وزله او کونډو ښځو د وضعيت د ښه والي لپاره د (UNHCR) په مالي مرسته، د ښځو چارو رياست له لوري د خياطۍ د پروژې پرانيسته وشوه.

په پکتيا کې د ښځو چارو رياست له خوا د (UNHCR) په همکارۍ د بې وسه کورنيو ښځمنو لپاره د نږدې ۵۹۰۰۰ امريکايي ډالرو په ارزښت د خياطۍ څلورمياشتني کورس پرانيسته وشوه.

په دغه کورس کې به ۳۰ تنه هغه مېرمنې چې کونډې دي او د خپل کور سرپرستي ورترغاړې ده، د خیاطۍ زده کړه ترلاسه کړي او له هغه وروسته به عملاً د دوی د کار لپاره مارکېټ پيدا کيږي.

د دغو کورس ګډونوالو مېرمنو د دې پروګرام په جوړېدو خوښي وښوده او ويې ويل، چې په دې سره به د دوی کورنۍ ستونزې تر يو بريده کمې شي.

د کورس ګډونوالې که څه هم دې پروګرام ته خوشاله وې، خو د ورته نورو پروګرامونو د جوړېدو د غوښتنې ترڅنګ يې دا هم وويل، چې د لېرو پرتو ولسواليو ښځينوته دې هم ورته پروګرامونه د حکومت په کچه په پام کې ونيول شي.

د غونډې يوې ګډونوالې د خپلې خوښۍ د څرګندېدو ترڅنګ وويل، له دې وروسته به يې تر ډېره د کورنۍ ستونزې ځکه هوارې شي، چې يوخوا سالم مصروفيت ورته پيدا شوی او له بل لوري يې دغه کار د عوايدو سرچېنه جوړېدلی شي:

”مخکې تر دې موږ په کورنو کې وو، د کورنو سرپرستي راپه غاړه وه، هېڅ مو نه لرل، څه مو کړي وی،اوس چې دغه پروګرام جوړ شوی، نو په دې سره به زموږ ټول مشکلات حل شي او يو څه پيسې به په لاس راشي او دا زموږ ټولو لپاره يو ښه پروګرام دی.″

د دې پروګرام په اړه د پکتيا ښځو چارو ريسې نسرين اورياخېل وويل، چې د رياست په هڅو يې دا ډول نور پروګرامونه هم طرحه کړي او په نږدې راتلونکې کې به ورته ډونران پيدا کړي،نوموړې وويل:

″دا پروژه د څلورمياشتو لپاره ده، چې ۳۰ تنه ښځې پکې ګډون کوي، ټولې هغه ښځې دي چې کونډې دي او يا له پاکستانه راغلې دي او يا هم داخلي بې ځايه شوې کډوالې دي، چې له دې پروګرام وروسته به ورته عملاً د دوی د کارونو لپاره مارکېټ هم پيدا شي.″

د خياطۍ زده کړو د دغه کورس په اړه د (UNHCR) نماينده محمود خرم هم وويل، چې دوی به دې ته ورته نور پروګرامونه هم په دې ولايت کې د ځينو رياستونو په همکارۍ پلي کړي :

″دا پروژه چې د لاسي صنايعو په نوم ياديږي، د ښځو چارو په همکارۍ د (UNHCR) په مالي مرسته د څلورو مياشتو لپاره پلې کيږي، په دې کې د لاسي صنايعو په درشل کې به لومړی خياطي وي، بيا حجاب دوزي وي بيا به موره دوزي او نور پروګرامونه هم وي.″

د خياطۍ د زده کړو دغه کورس په داسې حال کې پرانيستل کيږي، چې له دې وړاندې هم ورته کورسونه پرانيستل شوي، خو له هغه وروسته نه څارل شوي او نه يې هم عامو بېوزله او کونډو ښځو ته ګټه رسېدلې ده.

راپور- داود تپان- پکتيا

XS
SM
MD
LG