د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۳

"د افغانستان د سقوط خوب به په حقیقت بدل نه شي"


د افغان حکومت اجرایي رییس وایي، هیواد به د بهرنیو ځواکونو له وتو وروسته له هیڅ ډول امنیتي ستونزې سره مخ نه شي.

د افغان حکومت اجرایي رییس وایي؛ د وسله والو مخالفینو هغه هیلې او خوبونه به ریښتیا نه شي چې د بهرنیو ځواکونو له وتو وروسته به حکومت سقوط وکړي.

عبدالله عبدالله وایي چې افغان امنیتي ځواکونه بشپړه وړتیا لري او د بهرنیو ځواکونو له مرستې او ملاتړ پرته هم د هیواد دفاع کولای شي.

ښاغلي عبدالله د یکشنبې په ورځ په کابل کې د مارشال محمد قسیم فهیم د دفاعي پوهنتون افسرانو ته د وینا پر مهال وویل چې دی او ولسمشر د امنیتي ځواکونو پياوړی ملاتړی دی.

"داسې افکار موجود وو او موجود دي چې د ناټو او نړیوالو ځواکونو له جګړه ییز ماموریت وروسته به افغانستان له ځانه د دفاع وړتیا ونه لري؛ هره ورځ چې تیریږي امنیتي ځواکونه په خپلې میړانې دا ثابتوي چې هغه خوبونه به هیڅ وخت ريښتیا نه شي چې د هیواد دښمنان یې د افغانستان د سقوط په اړه ویني."

نږدې دوه میاشتې وروسته یعنې د روان ۲۰۱۴ کال په پای کې د ناټو او ایساف ځواکونه له افغانستانه وځي او یوازې د امریکا نږدې لس زره عسکر په افغانستان کې پاته کیږي.

د بهرنیو ځواکونو د وتلو په درشل کې د امنیتي او پوځي چارو کارپوهان دا اندیښنې هم ښيي چې افغان ځواکونه په بشپړ ډول تجهیز نه دي او هوایي ځواک یې بشپړ نه دی.

افغان حکومت د امنیتي ځواکونو د نړیوال ملاتړ لپاره له ناټو او امریکا سره امنیتي تړونونه لاسلیک کړل.

د افغان حکومت اجرایي رییس عبدالله عبدالله وایي؛ همدې دواړو سندونو ته په کتو حکومت هیله من دی چې امنیتي ځواکونو په نږدې وخت کې له هره پلوه په خپلو پښو ودریږي.

نوموړي وویل چې د افغان ځواکونو د تجهیز او تمویل لپاره د نړیوالې ټولنې ملاتړ ته اړتیا ده:

"پر ځای بولم چې تاسو د هیواد واقعي اتلان وګڼم؛ موږ ستاسې د تجهیر او تمویل لپاره نړیوالو مرستو ته اړتیا لرو؛ زموږ هیله دا ده چې هر څه ژر ملي اردو په ځان بسیا او په خپلو پښو ودریږي."

افغان چارواکي په داسې حال کې د امنیتي ځواکونو په تجهیر ټینګار کوي چې څه موده وړاندې د کورنیو چارو سرپرست وویل؛ وسله وال مخالفین د امنیتي ځواکونو په پرتله درنې وسلې کاروي.

د پوځي چارو څیړونکي هم د امنیت د ټینګښت لپاره د امنیتي ځواکونو په سمالښت ټینګار کوي او وایي، که دا ځواکونه له هره پلوه خودکفا نه شي؛ د هیواد دفاع به ورته ستونزمنه وي.

راپور: اسدالله لودین

XS
SM
MD
LG