د افغانستان د کرکټ الف ټيم د پاکستان له الف ټيم نه د کرکټ نننۍ ١٥ اووره مسابقه وګټله.
لوبه افغانستان پيل کړه، په ټولو ١٥ اوورونو کې يې د ٤ لوبغاړو په سوځېدو سره پاکستان ته د ١٥٥ منډو هدف وټاکه.
پاکستان ونه توانېد هدف پوره کړي.
په پنځلسو اوورونو کې يې يوازې ١٠٠ منډې وکړې او ٩ لوبغاړي يې اوټ شول.
د افغانستان ولسمشر اشرف غني، د پاکستان صدراعظم نواز شريف او ګڼو نورو افغان او پاکستاني چارواکو د لوبې ننداره کوله.
بله بريا:
په کويټ کې د افغانستان د کرکټ د ١٩ ملي ټيم هم نن له کوربه هېواد سره مسابقه درلوده، چې افغانستان هغه مسابقه هم وګټله.
لوبه افغانستان پيل کړه چې مقابل ټيم ته يې د ٢٧٢ منډو هدف ورکړ. خو کويټ يوازې ٦٥ منډې جوړې کړې او ټول لوبغاړي يې وسوځېدل.
د کرکټ د اسيايي شورا د غوره ليګ سياليو اتلولي د افغانستان د ١٩ کلنو ټيم خپل کړ. دغه ټيم د دې لړۍ ټولې لوبې ګټلې دي.