د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۹

"ناټو په افغانستان کې د کوکنارو کروندې نه شي اړولی"


فارن پاليسي خپرونې په دې اړه ليکنه خپره کړې چې ناټو په افغانستان کې د کوکنارو کروندې نه شي اړولی.

دا ليکنه وروسته له دې خپرېږي چې ملګروملتو په يوه راپور کې وويل چې افغانستان سږ کال يو وار بيا د کوکنارو او ترياکو په توليد کې ريکارډ ټينګ کړی دی.

د ملګروملتو له راپور سره سم په ۲۰۱۴ ميلادي کال په افغانستان کې پر نژدې ۲ لکه ۲۴ زره هکتاره مځکه کوکنار کرل شوي چې تر تېرکال ۷ فيصده زياته ده.

فاران پاليسي وايي چې له مخدرو موادو سره مبارزه د طالبانو او نورو ياغيانو د ځپلو لپاره د ناټو د ستراتيژۍ يو کليدي عنصر و.

دا ډلې د کوکنارو او ترياکو له لارې خپلې مالي اړتياوې پوره کوي. خو داسې ښکاري چې د ترياکو له اقتصاد سره مبارزه تر هغه څه چې توقع يې کېده سخته ده.

د ملګروملتو له جرمونو او مخدرو موادو سره د مبارزې د ادارې په سروې کې ويل شوي چې سږکال پر دوه لکه ۲۴ زره هکتاره مځکه له کرل شويو کوکنارو څخه به شاوخوا ۶ زره ۴۰۰ ټنه ترياک جوړ شي چې دا به تر ۲۰۱۳ کال ۱۳ فيصده زيات وي خو د ۲۰۰۷ کال هومره به بيا هم نه وي.

په ۲۰۰۷ ميلادي کال په افغانستان کې ۷۴۰۰ ټنه ترياک توليد شوي ول.

په سروې کې، چې د چهارشنبې په ورځ خپره شوه،يادونه شوې چې په ۲۰۱۴ کال په ټول افغانستان کې د ترياکو بيه ټيټه شوه. د دې يو علت ښايي دا و چې د ترياکو توليد زيات و او ډېر عرضه شول.

فارن پاليسي دې ته په پام سره چې سږ کال د ترياکو توليد زيات دي او بيه يې ټيټېږي نو په ۲۰۱۵ کې به د افغانستان د ترياکو توليد لږ وي.

نيوز ډات کام د افغانستان په اړه ليکنه په دې پوښتنې پيل کړې چې افغانستان له عراقه څه شي زده کولي شي؟

نشريه ليکي، افغان مشران بايد د طالبانو په وړاندې د جګړې ترڅنګ اوس بايد د اسلامي دولت يا داعش په وړاندې هم مبارزه وکړي.

د دې ليکنې په دوام کې لولو: د اسلامي دولت وسله واله ډله يا پخواني داعش، چې د عراق او سوريې پراخې ساحې يې لاندې کړي دي، د افغانستان د طالبانو له ځينو قومندانانو سره هم تماسونه نيولي دي څو د نړيوالو ځواکونو له وتلو وروسته په دغه هيواد کې د خپل حضور لپاره زمينه برابره کړي.

يوه امريکايي کارپوه جيسن کمپل، چې په وروستيو کې يې د افغانستان د حکومت له چارواکو سره کتنې کړي، د دغو چارواکو په قولويلي چې په پاکستان او حتي افغانستان کې د داعش د حضور نښې ليدل شوي دي.

خپرونه زياتوي، د افغانستان حکومت له متحده عربي اماراتو، قطر، سعودي عربستان، پاکستان او نورو حکومتونو سره تماسونه نيولي او د بلوا د راتلونکو ستونزو په اړه يې مشوره او مرسته غوښتې ده.

يو ايس نيوز ډاټ کام زياتوي، يوه تر ټولو لويه ستونزه چې افغانستان ورسره مخامخ دي، دا ده چې ايا ولسمشر اوباما د افغانستان جګړه هماغه راز چې يې په انتخاباتي مبارزو کې يې ژمنه کړې وه تر ۲۰۱۶ پوري پاي ته رسويلکه څرنګه چې يې د عراق جګړه په ۲۰۱۱ ميلادي کال پاي ته ورسوله.

نشريه د جنرال جيمس کارت رايټ په قول، چې له عراقه د امريکايي پوځيانو د وتلو څارنه يې کړې ده، وايي، هماغه وخت په عراق کې ډېر څه نه شواي کېداي. امريکا د عراقي مشرانو د ذهنيت د بدلولو لپاره زياته هڅه نه شواي کولي.

هغه وخت تېر شو خو د افغانستان اوسني مشران بايد ورڅخه عبرت واخلي.

XS
SM
MD
LG