د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۵ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۲:۲۷

لندن کنفرانس ته د افغانو ښځو د شبکې ځانګړي وړاندیزونه


د افغانستان د ښځو شبکه د لندن کنفرانس ته ځانګړي وړاندیزونه لري.د دغه شبکې مسوولینې وایي هیله لري چې افغان حکومت به د لندن په کنفرانس کې له نړېوالې ټولنې څخه کلکې ژمنې ترلاسه کړي.

د دغې شبکې یوه غړې سمیرا حمیدي وایي، دوی د یوه لیک په ترڅ کې د افغان ښځو یو شمېرغوښتنې راټولې کړي او د لندن کنفرانس ته یې لیږي.

د افغانستان د ښځو شبکه په پام کې لري چې د افغان میرمنو د ژوندانه د ښه کیدو په نیت نهه ځانګړې غوښتنې د یوه لیک په ترڅ کې د لندن کنفرانس ته ولیږي.

د دغې شبکې غړو د پنجشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري غوڼډې ته وویل، ښه حکومتوالي، سوله او امنیت، ټولنیزعدالت او هغې ته د ښځو لاس رسي، د ښځو سیاسي مشارکت، اقتصادي وده، روغتیایي اسانتیاوې، زده کړه او له افغانستان سره د نړېوالې ټولنې د ژمنو عملي کیدل یې له مهمو غوښتنو نه دي.

د شبکې یوې غړې سمیرا حمیدي په دې باور ده چې د ښځو د ژواندانه ښه کیدل د افغانستان د حکومت جدي کړنو پورې اړه لري او دا د یوې ځانګړې بودجې له لارې امکان لري چې د لندن په کنفرانس کې باید په جدي توګه طرحه شي:

″نړېوالې ټولنې د توکیو په کنفرانس کې تر ۲۰۲۵ م کال پورې خپل ملاتړ اعلان کړ، د لندن کنفرانس پرهغه ژمنو د بحث یوه برخه ده، که چېرې د لندن په کنفرانس کې د ښځو د ملاتړپه برخه کې ځانګړې ژمنې ونه شي، دا به د ټولو ښځو لپاره د اندیښنې وړ وي.″

د ښځوشبکه د میرمنو په برخه کې د تیرحکومت د دیارلسوکلونو لاسته راوړنې د پام وړګڼي او له مدني ټولنو او له هغو کسانو چې د لندن په کنفرانس کې ګډون کوي غواړي چې د افغان ښځو د وضعیت د ښه کیدو لپاره یو ښه اجنډا ولري.

د دغې شبکې بله غړې شهلا فرید هیله لري چې نړېواله ټولنه به هم په دغه کنفرانس کې د افغان میرمنو غوښتنې له پامه ونه غورځوي.

شهلا فرید د هېواد په کلیو او باڼدوکې د افغان میرمنو وضعیت د اندیښنې وړګڼي او وایي، له دوی سره دغه تاوتریخوالی او د ستونزو اواري یوې ځانګړې بودجې ته اړتیا لري:

″کوم کارونه چې په دې لسو دیارلس کلونو کې شوي دي، افغان میرمنې اوس دې ځای ته رسیدلي چې خپل لومړیتوبونه په خپله وټاکي، کله چې کومه افغان میرمن د لندن کنفرانس ته ځي، هغه لومړیتوبونه ټاکل شوي دي، په هغه ناسته کې چې د مدني ټولنو او افغان میرمنو استازي ګډون کوي، خامخا موږ خپلې غوښتنې دلندن کنفرانس ته رسولای شو.″

ټاکل شوې چې د افغانستان په اړه د لندن کنفرانس د روان میلادي کال د دیسمبر میاشتې په لومړیو کې جوړ شي.

په دغه کنفرانس کې به پر بېلابېلو اقتصادي برخو خبرې وشي او افغان حکومت هم تمه لري چې نړېواله ټولنه به یو واربیا په دغه کنفرانس کې له افغانستان سره نوې مرستې وکړي.

د افغان ښځو شبکه هم وایي چې که په دغه کنفرانس د افغان ښځو د وضعیت د ښه کیدو لپاره مرستې ونه غوښتل شي نو د دغو میرمنو د ژوندانه حالت به د اندیښنې وړ پاتې شي.

XS
SM
MD
LG