د حقیقت څه دی په دې پروګرام کې د افغانستان د پوځ له لوی درستیز ستر جنرال شیر محمد کریمي سره مرکه شوې.
د افغانستان د پوځ لوی درستیز ازادۍ راډیوته وویل، د افغانستان ستونزه د جګړو له لارې نه هواریږي بلکې باید د سولې او سیاسي خبرو حل لار ورته ولټول شي.
ښاغلي کریمي زیاته کړه پاکستان هم اوس وخت په دې پوهیږي چې په مدرسو کې یو شمیر روزل شوي ، د دواړو هیوادونو په زیان فعالیت کوي.